د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښه حکومتداري د ناامنیو مخنيوی کولای شي'


د خوست مدني ټولنې غونډه
د خوست مدني ټولنې غونډه

که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه په مکرره توګه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي،

د خوست د مدني ټولنې یو شمیر غړي، روڼ اندي او قومي مشران د ۲۰۱۴ کال په پیلیدو سره په افغانستان کې د ناامنیو وروستیو پېښو اندېښمن کړي او وايي، چې افغان حکومت باید د امنیت د خوندیتوب په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي، همدرانګه دوی د ټاکنو په پایله کې د راتلونکې حکومت څخه هم غواړي چې په اوسني حکومت کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو څخه پند واخلي او د افغانانو له هیلو سره سمه حکومتداري دې رامنځته کړي.


په خوست کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي، ځوانان او مشران له مشال راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګندوي، چې د ۲۰۱۴ کال په پیلیدو سره د ناامنیو څپې پیل شوي او که چیرې اړوندې ادارې د هېواد او په ځانګړي ډول د راتلونکیو ټولټاکنو امنیت ته تدابیر ډېر نه کړي، نو ټاکنې به مطلوبې پایلې ونه لري.

هغوی د راتلونکې نوي حکومت نه هم غواړي، چې د اوسني حکومت د نیمګړتیاوو زده کړه وکړي او یو داسې غښتلی او ټولمنلی نظام رامنځته کړي، چې هغه خلکو او خپلې خاورې ته ژمن وي او د خلکو هیلې ترسره کړي.

د مدني ټولنې فعال فیض الله غمخور وايي، چې ۲۰۱۴ کال د خطرونو ډک دی او باید ورته تدابیر پراخ شي.

د غازي ببرک خان ځدراڼ د کلتوري او اجتماعي ټولنې مشر رفیع الله زیار وايي، چې که د ملت ويښتابه ته پام ډېر نه شي، نو په دې هېواد کې به شته ستونزې لا هم دوام پیدا کړي:

"په تېرو انتخاباتو کې چې کوم چا په رښتیا رایې وړې وې، هغه قرنطین شوې، هغه کسانو چې پیسې ورکړی موږ تاسو وینو، چې هغو ملي شورا ته لاره پیدا کړه، که ولس ویښ وانه وسي او د خپلو رایو ارزښت ونه پېژني، که چیرې ولس په دې عقیده وي، چې ماته پلانکی کاندید پنځه سوه کلدارې یا افغانۍ راکوي، راځه همدغې ته رایه واچوه، نو تر هغې پورې به موږ په همدې ستونزو کې ښکیل یو، که چیرې دا ولس راویښ نه کړو، دوی سره کار ونه شي، دوی ته د دوی د رایو ارزښت ونه ښیو، نو دا مشکلات نور هم زیاتیږي.''

نعت بي بي عمري د اوسني نظام په وجود کې یو شمېر ستونزو او نیمګړتیاو ته اشاره کوي او وايي، چې باید نوي حکومت د اوسني حکومت له نیمګړتیاوو او ملامتیاوو پند واخلي، دې ټينګار کوي، چې یوازې په خپله افغانان کولای شي، چې افغانستان له ناخوالو وژغوري او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه په مکرره توګه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي، خو د ۲۰۱۴ کال په لومړنیو ورځو کې وروستیو څو سختو پېښو یو ځل بیا خلک د امنیت په اړه اندېښمن کړي او په دې برخه کې د تیاریو د ډېریدو غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG