د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د بنو په یوه پوځي چاوڼۍ کې موټر بمي چاودنې د ملیشا ځواکونو لږ تر لږه ۲۴ اهکار وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونه د امنیت راوستلو لپاره د وسله والو سره د مذاکراتو خبره کوي په امنیتي ځواکونو د دومره لوی برید له لارې وسلوال څه پیغام ورکول غواړي.
د سیمه ایزو چارو کارپوه خادم حسېن وايي:
[د دې مطلب غالباً دا دی چې له کله راهیسې فضل الله ملا د طالبانو مشر جوړ شوی نو دوی له قبایلي سیمو خپله ډانچه بندوبستي سیمو ته د خورولو کار شورو کړي ځکه چې دلته طالبان له وړاندې هم ملګري درلودل. له دې لارې دوی ریاست پورې وهل غواړي، په ټولنه کې وېره خورول غواړي او د سیاسي کارکونکو او مشرانو له وژنې پس پیدا شوې تشه کې ځان ته ځای پېدا کول غواړي]
دا چې ترهګر بریدونه او کاروایانې جاري وي نو د امن مذاکراتو کولو څومره امکانات دي په دې پوښتنه څیړونکې او خبریال رحیم الله یوسفزی وايي مرکزي حکومت د مذاکراتو په لړ کې بېلا بېل خلک ګماري خو د دې لپاره یې تر دې دمه کومه بااختیاره جرګه یا کمیټي نه ده جوړه کړې بلخوا وسله والو هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
[چې څومره ډېر بریدونه کیږي، څومره د پوځ او حکومت نقصان کیږي، دپولیسو او د حکومت د پلویانو وژنه روانه وي دومره د مذاکراتو امکانات کمیږي. بل دا چې د خبرو اترو په حق کې کوم عوامي حمایت وو هغه هم زما په خیال لا مخکې کم شوی ځکه چې حکومت د امن په هکله سمه پالیسي نه لري. نو زما په نظر د مذاکراتو امکانات او حمایت ډېر کم شوی دی.]
بلخوا څېړونکي دا نظر لري چې حکومت د تره ګرۍ خلاف هېڅ یوه څرګنده تګلاره نه لري او وسله وال له دې کمزورۍ ګټه پورته کوي. د دفاعي چارو څېړونکې ریټایرډ جنرل طلعت مسعود وايي د پاکستان حکومت او ریاست خپلې ذمه وارۍ ترسره کولو کې ناکامه ښکاري.
[عوام په دې خبره ډېر مایوسه دي، چې ریاست ولې د وسله والو پرضد بې وسه او مجبور دی. او دا چې له حکومت سره هېڅ پالیسي نشته نو د بې وسۍ له وجې د مذاکراتو خبره کوي. خلک وايي دوی فکر کولو چې د موجوده حکومتونو د جوړیدلو سره به امن راشي ځکه چې دوی ویلي وو د تیرو حکومتونو نه به ښه کار کردګي وښيي. د ولس د مال او ځان حفاظت د ریاست ذمه واري وي او که ریاست په خپله ذمه واري کې ناکامه شي نو بیا خلک پوښتنه راپورته کوي چې د دې ریاست څه مقصد دی؟]
سیاسي او دفاعي څیړونکي دا نظر لري چې د وسله والو سره مذاکرات به اله کامیاب وي کله چې وسله وال په دې پوهه شي چې که خبرو ته نه کښېني نو حکومت یې پرضد کامیاب عملیات هم کولی شي.