د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان جګړه د زمري د لکۍ نیولو ته ورته ده"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه یو مطلب خپور کړی چې؛ سرلیک یې دی، زمری له لکۍ نیول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه یو مطلب خپور کړی چې؛ سرلیک یې دی، زمری له لکۍ نیول.


د مطلب لیکوال د بحرانونو د نړیوالې ډلې څېړونکی ګرایم سمېت دی چې په دې وروستیو کې د افغانستان اوو ولایتونو ته تللی و. دی لیکي، د طالبانو حضور د افغانستان په اکثر لېرې پرتو سیمو کې لاهم احساسېږي او خلک د ۲۰۱۴ کال په اړه چې له پای ته رسېدو سره یې نړیوال ځواکونه هم له افغانستانه وځي اندېښمن دي.

د نیویارک ټایمز په مطلب کې راغلي چې؛ که څه هم د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته په خپل راپور کې ویلي و؛ چې د ۲۰۱۳ کال په اګست میاشت کې د جګړو کچه د یوکال مخکې په پرتله په سلو کې دولس کمه شوې وه؛ خو ملګروملتونو په خپل یو راپور کې ویلي چې جګړې په سلو کې یوولس زیاتې شوې دي.

ورځپاڼه لیکي، افغانان له راتلونکې څخه وېرېږي او ملګري ملتونه د افغانستان د راتلونکې په اړه زړه نازړه خبرې کوي، خو ښکاري چې د افغانستان له راتلونکې وېرې په امریکا کې کافي وېره نه ده خوره کړې او ځکه امریکايي چارواکي له افغانستانه د ټولو سرتېرو د اېستلو خبرې کوي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي، افغانستان پر هغه لار چې روان دی د نړیوالې ټولنې حضور او مشارکت ته اړتیا لري او ځکه د ښاغلي ګرایم سمېت نظر دادی چې واشنګټن او کابل باید د امنیتي تړون په اړه په خپلو کې اختلاف سمدستي لېري کړي؛ څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د یوشمېرسرتېرو حضور یقیني شي.

د سمېت په وینا د افغانستان جګړه د زمري د لکۍ نیولو ته ورته ده، یعنې څو چې مو د زمري لکۍ په لاس کې وي؛ فکر کوئ زمری به مو وخوري خو که یې لکۍ خوشې کړئ نو دا احتمال لا زیاتېږي.

فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یو مطلب کې چې سرلیک یې دی د طالبانو په اړه درې ناسم تصورات لیکي د طالبانو په اړه یو تصور دادی چې دا ډله د امریکا او لویدیځ په مرسته جوړه شوي.

خو طالبانو کابل په ۱۹۹۶ کال کې ونیو په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونه له وتلو وروسته نه غوښتل د افغانستان په مسایلو کې ښکېل شي؛ خو البته د ورځپانې په وینا دا سمه ده چې یو شمېر طالبان اصلا مجاهدین و، چې لویدیځ د پخواني شوروي پرضد د جهاد په کلونو کې د هغو ملاتړ کاوه.

خپرونه زیاتوي، بل تصور دا دی چې طالبان وايي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو او په دې حملو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په خاطر یې جګړو ته زور ورکړی، په داسې حال کې چې د دوی په خپلو حملو کې تر هغه زیات ملکي وګړي وژل کېږي.

فارن پالیسي زیاتوي، د طالبانو په اړه یو بل تصور هم شته او هغه دا چې دوی په افغانستان او پاکستان کې سوله او خبرې غواړي خو د خپرونې په وینا تراوسه مسئله برعکس ده دوی هېڅ کله سولې ته تیاري نه ده ښودلې او په پاکستان کې هم دوی د سولې د خبرو په اړه د څرګندونو په پلمه یو څه وخت کرار کېناستل خو په دې فاصله کې یې خپل ځواکونه راټول کړل او بیایې خپلو حملو ته زور ورکړ.
XS
SM
MD
LG