د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د افغانانو پر مشرۍ د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي


هند د جمعې په ورځ وویل، د افغانستان د سولې د عملیې پر وړاندې باید د هوشیارۍ چلند وشي او که چېرې هر نوښت په پوره تیارۍ سره اجرا نه شي، په جنګ ځپلې افغانستان کې ممکن خطرونه رامنځ ته کړي.

هند د جمعې په ورځ وویل، د افغانستان د سولې د عملیې پر وړاندې باید د هوشیارۍ چلند وشي او که چېرې هر نوښت په پوره تیارۍ سره اجرا نه شي، په جنګ ځپلې افغانستان کې ممکن خطرونه رامنځ ته کړي.


د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوجاتا سنګ وویل؛ هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو پر مشرۍ د سولې له عملیې څخه ملاتړ کوي او هیله مند دی چې دا عملیه به په افغانستان کې د بیلابیلو رقیبو ډلو تر منځ د پخلاینې په کار کې مرسته وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې د اسټانبول د عملیې د جګ پوړو غړیو په غونډه کې د افغانستان د سولې د عملیې په اړه د خپل هېواد د دریځ د څرګندولو په اړه وویل:

"موږ ټول باید د افغانانو پر مشرۍ د سولې د عملیې ملاتړ وکړو. په عین حال کې باید په یاد ولرو چې له افغانستان سره د مرستې د نوښتونو لپاره باید پوره چمتو والي موجود وي. که چېرې نوښتونه سم او په بشپړ ډول عملې نه شي، زیات خطرونه لري او غوره به وي چې، په داسې یوه حالت کې هیڅ نوښت رامنځ ته نشي."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې اغلې سنګ په افغاسنتان کې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د بنسټ پالو ډلو ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ويې ویل؛ چې راتلونکو انتخاباتو ته اصلي ګواښ د بنسټ پالو هلې ځلې دي:

"موږ فکر کوو، په افغانستان کې د انتخاباتو لپاره چې د ټولو افغانانو د یو کولو امکانات په کې برابریږي، تیارۍ نیول شوی دی. دغو انتخاباتو ته اصلي ګواښ د هغو بنسټ پالو ډلو دوام داره هلې ځلې دي؛ چې امنیت له منځه وړي او افغانانو ته حق نه ورکوي چې په آزاد ډول خپله اراده څرګنده کړي."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه؛ تروریزم هیڅکله مشروعیت نه لري او هند پوره باور لري چې؛ یوازې د نړیوالې همکارۍ له لارې دغه کرغیړنه پدیده له منځه تلاي شي.

د افغانستان د سولې د عالي شوری ویاند ښاغلي مولوي شهزاده شاهد د هند د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو او په مجموع کې د افغانستان د سولې په عملیې کې د هند د ونډې مهمې وبللې.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوجاتا سنګ په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې له اقتصادي فعالیتونو او پرمختګ سره اړوند وبلل او ویې ویل، د سیمې ټول هیېوادونه پوهیږي چې؛ افغانستان د ټرانزیټ، خامو موادو، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د زیات اهمیت وړ دی.

د دې وخت رارسیدلی چې، د افغانستان د ټرانزیټ په اړه جدي بحث وشي او په دې کار کې د افغانستان ګاونډیان مرسته کولاي شي.
XS
SM
MD
LG