په خوست کې پولیسو د جمعې په ورځ د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانمرګي بریدونو د واسکټونو په ګډون یو شمېر مهمات، د وسلوالو له خوا لیکل شوې شپې پاڼې او چاودیدونکي توکي نیولي دي، همدارنګه د خوست پولیسو یو عراده پیکپ موټر او ډریور يې چې د وسلوالو غلو له خوا تښتول شوي ول، د غلو له منګولو خلاص کړي دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب مندوزي د جمعې ورځې ناوخته مشال راډیو ته وویل، چې دوی د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خپلو کشفي ادارو د مالوماتو پر بنسټ عملیات کړي او په کرنیزه ځمکه کې پټ شوي چاودیدونکي توکي، د ځانمرګي بریدونو واسکټونه، د وسلوالو له خوا لیکل شوې شپې پاڼې، د مزایل او هاوان ګولۍ او پوځي دریشۍ نیولي دي:
((تاسو چې د میز پر سر کوم منفجره مواد، ماینونه او واسکټونه چې تاسو عکاسي کړل او ومولېدل، زموږ پولیسو د اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ساحه کې د برهانخېلو په کلي کې عملیات ترسره کړل، د پولیسو دکشفي اطلاعاتو پر اساس چې موږ د یو پټي نه چې هلته د جوارو ګېډۍ ځای پر ځای شوې وې، دغه انتحاري واسکټونه، د مزائیل مرمۍ، درې د هاوان ماینونه، یو چسپکي ماین او د سرحدي پولیسو یونفورم یا دریشۍ لاسته راغلي دي.))
نوموړي زیاتوي، چې دوی د جمعې په شپه یو شمېر د وسایطو ضد ماینونه چې د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځای پر ځای شوي ول شنډ کړي دي، همدرانګه د جمعې په ورځ وسلوالو یو غټ ماین د لکڼو د شینکۍ په سیمه کې د یو تن ځايي اوسیدونکي د کور دروازې ته ځای پر ځای کړی وو، دا چې د شنډولو امکان يې نه وو، نو پولیسو د دروازې له مخې رادېخوا کړ او وروسته يې چاودنه ورکړه.
سمونوال محمد یعقوب مندوزي وړاندې وايي، چې یو عراده پیکپ موټر چې یوه ډله غلو د ګربزو له ساحې نه تښتولی وو، د جمعې په شپه د پولیسو د عاجلو اجرااتو په نتیجه کې بېرته ترلاسه شو، ولې د شپې له تیارو نه په استفادې غله په تېښته بریالي شول، چې د نیولو له پاره يې د پولیسو له خوا هڅې روانې دي:
((دا پیکپ موټر دی، تاسو يې ګورئ چې د ګربزو له استقامت نه د خوست پر لوري راروان وو، دوی ته وسوال غله ورمخې ته شوي ول، دا موټر یې ده څخه نیولی وو، دا ډریو یې هم د ځان سره بیولی وو، کله چې پولیسو اطلاع واخیسته، د ګربزو پولیسو عاجل اجراات وکړل، د سیګۍ د وزیانو په ساحه کې دا موټر پولیسو د غلو نه په لاس راوړ، خو غلو د پولیسو سره مسلحانه برخورد وکئ، د برخورد په نتیجه کې چون توره شپه وه، غلو د ساحې نه فرار کړی دی او موټر دا دی موږ امنیه قوماندانۍ ته راانتقال کړو او اوس به يې خپل مالک ته وسپارو.))
د موټر مالک مشال راډیو ته وویل، چې ده ته له شپږو تنو ډېر غله چې خولې او مخونه یې پټ وو، ورمخې ته شول او د هغه سره یو ځای يې موټر وتښتاوه، خو ده په دې برخه کې د پولیسو د عاجل اقدام نه خوښي څرګنده کړه:
((زه د ټل نه راتلم د چرګو اب و دانه مې رابار کړې وه د چرګو خوراکه، بنګي باغ ته چې کوم خوړ راوتلی ده زه چړایۍ باندې راکوزیدم، دا ځای کې شپږ، اوه تنه مسلح کسان ول، خولې او مخونه يې پټ کړي وو، هغوی په ماباندې برید وکړ، دروازه يې راخلاصه کړه، ګریوان ته يې لاس راواچاوه، ویې نیولم، پولیس په ډېرې تیزۍ باندې ما پسې راورسیدل، تقریباً شل یا دېرشو منټونو کې به رارسیدلي وي، پولیسو په دوی باندې حمله وکړله، خو شپه وه او غله ترې خلاص شول، بیا موږ قوماندانۍ ته لاړو، هلته يې ښه چای او عزت راکړو، دوی نه ډېره مننه کوم.))
د یادونې وړ ده له دې وړاندې په تېره یوه اونۍ کې د خوست پولیسو له خوا نهه تنه د قتل او د خلکو د ځورونې همدارنګه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تورنیول شوي دي.