د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو ستراتیژي ردوي


د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید وویل؛ هند له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو ستراتیژي ردوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید وویل؛ هند له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو ستراتیژي ردوي.


ښاغلي خورشید چې د افغانستان او پاکستان د تماس د نړیوالې ډلې غونډې ته وینا کوله؛ وویل، افغانستان په یو حساسه څلورلاره کې دی او د نړیوالو دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.

د بزنس لاین په نوم آنلاین خپرونې د هند د پرس ټرسټ آف انډیا په حواله راپور ورکوي چې؛ ښاغلي خورشید په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت څخه د هند پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ وویل؛ چې افغانستان له قومي اختلافونو او قبیلوي تضادونو سره نه بلکې په څرګنده له تروریزم او د بېګناه ملکيانو او د مشروع حکومت پرضد د وسله والو مخالفو ډلو له دوامداره حملو سره مخامخ دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې تمرکز باید پر دې وي چې دا تروریستي ډلې او هغه مرسته او الهام چې له بهره دوی ته ورکول کېږي له مینځه ولاړ شي او مخنیوی یې وشي.

سلمان خورشید وویل چې د تروریزم د ځپلو لپاره د نړیوالې ټولنې لیوالتیا باید کمه نشي او باید تروریزم پرې نه ښودل شي چې د پلمو شاته پټ شي. نوموړي زیاته کړه، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان د تېرو دولسو کلونو بریاوې ضایع او پر اوبو لاهو شي.

بزنس لاین د راپور په دوام زیاتوي، د هند د بهرنیوچارو وزیر په خپلو څرګندونو کې همداراز وویل چې تروریزم هېڅ توجېه نه لري او نړیوال د دې پدېدې د له مینځه وړلو لپاره له یوبل سره همکارۍ او نژدې ملګرتیا ته اړتیا لري.

خورشید وویل چې هند له افغانستان سره اوس او له 2014 کال وروسته ژمن دی او تل به وي او زیاته یې کړه، خلک ښايي ډېرې ستراتیژۍ ولري خو یوه ستراتیژي چې هند یې ردوي، له افغانستانه د ټولو نړیوالو پوځیانو د اېستلو ستراتیژي ده.

په نوې ډېلي کې د 53 هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان او پاکستان د تماس د نړیوالې ډلې له غونډې وروسته د دې دواړو هېوادونو لپاره د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي مرستیالې په یوه خبري غونډه کې وویل چې متحدوایالاتو پرله پسې غوښتنه کړې ده چې د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي او دفاعي همکاریو موافقه باید سمدستي لاسلیک شي.

لورې میلر وویل، د امریکا دریځ هماغه دی چې و، یعنې دا تړون باید سمدستي لاسلیک شي او ځنډول به یې د افغانانو اعتماد زیانمن کړي او په نړیواله ټولنه کې به هم بې باوري راولي.

مېرمن مېلر خبرداری ورکړ چې که دا تړون سمدستي لاسلیک نشي نو امریکا به له داسې یوه حالت سره مخامخ شي چې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د ختمولو لپاره پلان جوړولو ته به مجبوره وي او زیاته یې کړه چې دا حالت دوی هم نه غواړي.

مېرمن میلر وویل امریکا په افغانستان کې د سولې او پخلاینې کلک ملاتړ کوي او د دواړو په اهدافو کې کوم اساسي توپیر نشته.
XS
SM
MD
LG