د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیسوال: هیله ده، چې حامد کرزی به د تړون په اړه مثبته پریکړه وکړي


د امریکا متحدو ایالتونو یو وار بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت به د واشنګټن او کابل ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو یو وار بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت به د واشنګټن او کابل ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې نیشا ډیساۍ بیسوال وايي، دوي هیلمن دي چې افغان ولسمشر به د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه مثبته پریکړه وکړي او دا تړون به ژر لاسلیک شي.

دا خبرې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې نیشا ډیسای بیسوال د سې شنبې په ورځ په عشق اباد کې په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي په هغو کلنیو خبرو اترو کې د امریکايي هییت مشري کوله چې د سې شنبې په ورځ د ترکمنستان په پایتخت کې پای ته ورسیدې.

د ایترتاس خبري اژانس وايي، د افغانستان وضیعت او د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي ودې راتلونکي په هغو پوښتنو کې شامل و چې په دې خبرو اترو کې پر تمرکز شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویلي، د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول د افغانستان او سیمې په ګټه دي.

د ایترتاس خبري اژانس د نیشا بیسوال له خولې زیاتوي چې؛ د افغانستان دننه د دې امنیتي تړن د لاسلیک ملاتړ شوی، په ځانګړې توګه د دې هېواد د خلکو لویې جرګې د امنیتي تړون ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویلي، سره له دې چې تر اوسه پورې د افغانستان سره دا امنیتي تړون نه دی لاسلیک شوی او په دې هېواد کې د امریکايي او ناټو د سرتیرو د راتلونکي په اړه پریکړه نه ده شوې، خو د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې په دې هېواد کې د امنیت د ټینګیدو هڅو ته دوام ورکړي او په ډیپلوماټیکو او اقتصادي لارو چارو به د افغانستان یو والي ډاډمن کړي.

بیسوال په دې باور ده چې؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې لوی پرمختګونه کړي او د امریکا متحده ایالات به د دې پرمختګونو د ساتنې لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر لاسلیک په داسې حال کې ټینګار کوي چې د چارشنبې په ورځ افغان حکومت یو وار بیا پرخپلو هغو شرایطو ټینګار وکړ چې د دې تړون د لاسلیک لپاره یې وړاندې کړي.

د ولسمشرحامد کرزي ویاند ایمل فیضي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، ولسمشرحامد کرزی غواړي چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي، خو امریکایي چارواکي یې باید شرایط ومني.
XS
SM
MD
LG