د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل:یو ځانوژونکی بریدګر د یوه قومي مشر تر وژلو مخکې ووژل شو

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يو ځان وژونکي بریدګر د يوه قومي مشر د وژلو هڅه کوله چې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يو ځان وژونکي بریدګر د يوه قومي مشر د وژلو هڅه کوله چې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.


افغان پوليس وايي، دغه ځان وژونکي بریدګرغوښتل د بغلان ولايت د يوه قومي مشر محمد علم پر کور حمله وکړي. نوموړی د طالبانو یو له مهم مخالفو قومي مشرانو ګڼل کيږي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس سید ګل اغا هاشمي وويل، دغه حمله کوونکى پرون په ډزو په داسې وخت کې ووژل شو، چې هڅه يې کوله د کابل په لوېديځ کې د قومي مشر محمد علم کور ته دننه شي.

ښاغلى هاشمي وايي، حمله کوونکى چې پلى روان و؛ نه دى توانېدلى چاودنه وکړي، ځکه چا ته نور زيان نه دى اوښتى.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG