د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوال د رڼو ټولټاکنو غوښتنه کوي


د مدني ټولنې فعال نعمت الله خالد مشال راډیو سره په خبرو کې راتلونکې ټولټاکنې یو مهم پړاو ګڼي او له ملي او نړیوالو څارونکیو غواړي، چې د نوموړي بهیر نه په ښه توګه څار او نظارت وکړي

د پکتیکا ولایت د یو شمېر مدني بنسټونو غړي او اوسیدونکي د راتلونکیو ټولټاکنو د رڼو او شفافو ترسره کولو له پاره د افغان دولت او نړیوالو څارونکیو څخه د جدي پاملرنې او همکارۍ غوښتنه کوي، بلخوا د نوموړي ولایت یو شمېر مدني بنسټونو هم تیارۍ څرګند کړی، چې د ټولټاکنو د بهیر د ښه ترسره کیدو، شفافیت او څار له پاره به په بیلابیلو ټاکنیزو حوزو کې یو شمېر کسان وګماري.


د مدني ټولنې فعال نعمت الله خالد مشال راډیو سره په خبرو کې راتلونکې ټولټاکنې یو مهم پړاو ګڼي او له ملي او نړیوالو څارونکیو غواړي، چې د نوموړي بهیر نه په ښه توګه څار او نظارت وکړي:

"ولسونه دي، چې نظامونه بدلوي، نو دا په خلکو پورې اړه لري چې دوی په راتلونکو ټاکنو کې چاته رایه ورکوي، له دولتي چارواکیو څخه مو دا غوښتنه ده، چې راتلونکې ټاکنې باید په راڼه ډول ترسره شي، همدارنګه مدني ټولنې،نړیوال او سیمه ییز څارونکي باید په روڼتيا سره د ټاکنو له بهیر څخه دوی څارنه وکړي."

د پکتیکا یو تن اوسیدونکی همت راحل ټولټاکنې د ټولو شته ناخوالو نه د وتلو یوازینۍ لاره بولي:

"د ټاکنو له پاره مې کارت ترلاسه کړی دی او انشاالله چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به برخه اخلم، ځکه چې اوس عوام او خلک په دې پوۍ شوي دي، چې له دې ناخوالو څخه د وتلو یوازینۍ لاره هغه شفافې ټاکنې دي، یا شفافه رایه ورکووونه ده، چې باید ترسره شي."

د نوموړي ولایت یو تن ځوان مشال راډیو ته وايي،چې د سیمه ییزې ادارې چارواکي باید په ټاکنو کې مداخلې ونه کړي:

"زه عبدالمجید د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، زه غواړم چې دا ټاکنې په صحیح طریقه وشي او امنیت په کې خوندي وساتل شي، ځايي چارواکي باید ترې لیرې اوسي او خلک پریږدي، چې په خپله ټاکنې وکړي، تر څو رڼې ټاکنې وشي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي."

د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر محمد یعقوب منظور وايي، چې د یاد ولایت د مدني ټولنو یو شمېر غړي به د هغو حوزو د څار له پاره وګماري، چې هلته نسبي امن موجود وي:

"د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر هم د تاکڼو په بهیر کې خپل رول ادا کوي او ژمن دی، چې د رڼو ټاکنو له پاره د پکتیکا په ډېریو حوزو کې په ځانګړي ډول هغو حوزو کې چې هلته نسبي امن شته، هلته خپل ناظرین ولري او هلته د رڼو ټاکنو څخه نظارت وکړي."

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ:

"په ټاکنو کې د پکتیکا ولایت یو مرکز هم نه کمیږي، ځکه چې په دې ولایت کې د پخوا نه اوس امنیت ښه شوی دی، د خلکو غوښتنه دا ده، چې دوی باید په هره ولسوالۍ کې ټاکنیزې حوزې ولري او خپلې رایې په خپله خوښه باندې ورکړي.
د دې نه وروسته هم زموږ هڅه دا ده، چې هغه مرکزونه او سیمې چې تهدید شي او یا ورته تهدید متوجه وي، موږ به بیا هم په هغه ځای کې عملیات کوو، او زمینه به دې تا برابروو، چې خلک ښه په ډاډ ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي او هر څوک د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي."

د پکتیکا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ظراف ګل وايي، چې د شفافو ټولټاکنو د ترسره کولو له پاره يې هڅې ډېرې کړي او د ټاکنو مرکزي دفتر دې کار له پاره یو شمېر ځانګړي ګروپونه ټاکلي دي:

"موږ کوښښ کوو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر هم کوښښ کوي، چې شفافې ټاکنې ترسره کړي، دوی د رڼو ټاکنو له پاره ډېرې زیاتې لارې په کار اچولي دي، همدارنګه فیفا د ټاکنو د څار له پاره ګمارل شوې ده، نورې موسسې هم شته چې موږ سره په دې برخو کې مرستې کوي، تر څو چې راتلونکې انتخابات په سم او راڼه ډول ترسره شي."

د یادونې وړ ده ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکنې د راتلونکې لمریز کال د وري په شپاړسمه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG