د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د افغان جګړې په اړه د خپلو پریکړو دفاع وکړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل پخواني دفاع وزیر رابرت ګیټس د وروستیو انتقادونو په ځواب کې د افغانستان د جګړې په اړه د خپلې ادارې او پریکړو دفاع وکړه او ویې ویل چې ده د افغانستان د جګړی په اړه په خپلې ستراتیژي باور له لاسه نه دی ورکړی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل پخواني دفاع وزیر رابرت ګیټس د وروستیو انتقادونو په ځواب کې د افغانستان د جګړې په اړه د خپلې ادارې او پریکړو دفاع وکړه او ویې ویل چې ده د افغانستان د جګړی په اړه په خپلې ستراتیژي باور له لاسه نه دی ورکړی.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، ده هیڅکله هم د افغانستان د جګړې په اړه باور له لاسه نه دی ورکړی.

اوباما پرون د لومړي ځل لپاره دا څرګندونې د خپل پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس د وروستیو انتقادونو په ځواب کې وکړې.

ګیټس د افغانستان د جګړې په اړه د خاطراتو په نوي کتاب کې اوباما تورن کړی چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو او په دې هېواد کې د امریکایي عسکرو د شمېر زیاتوالي نتیجې ته بې حوصلې شوی و.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې دا د ده مکلفیت و چې د امریکا د پوځي تاکتیکونو په اړه پوښتنې راپورته کړي او جګړې ته د ځوانو نجونو او هلکانو د استولو جزیات په دقت وڅیړي:

"زه فکر کوم دا مهمه ده چې موږ یوه درسته ستراتیژي لرو خو دا کار سخت او تل ستونزمن و.

کله چې تاسو ځوانان او ښځې یوه بل هېواد ته د جګړې ډګر ته چې د وینو توییدو او پیسو ډیره پانګونه مو کړې، استوی نو د وسله والو ځواکونو د قومندان په توګه مو یو مکلفیت دا دی چې پر جزیاتو یې ډیرې خولې تویې کړې."


اوباما وویل، ده تل د خپلو ځواکونو او د دوي د پوځي هڅو په اړه چې په ډیرو سختو شرایطو کې دنده ترسره کوي، باور درلود.

خو ولسمشر اوباما په دې اړه چې ایا دی د رابرت ګیټس نوي کتاب چې د ده د جمهوري ریاست دوره لاختمه شوې نه ده او امریکایي ځواکونه هم تر اوسه د جګړې په ډګر کې دي، خپریږي، نه دی خوا بدی کړی، له څرګندونو ډډه وکړه.

خو اوباما وویل چې؛ ګیټس د دفاع د وزیر په توګه فوق العاده دنده ترسره کړې او تر اوسه پورې د ده ښه دوست دی:

"د دفاع وزیرګیټس زما پاره د دفاع د وزیر په توګه فوق العاده دنده ترسره کړی.

هماغسې چې ده ورته اشاره کړې، ده او ما او زما د ملي امنیت د ټیم نورو غړیو د افغانستان لپاره داسې یوه ستراتیژي جوړه کړه چې هغه درسته ده او عملي کیدو ته به یې دوام ورکړو."


ګیټس په خپل نوي کتاب کې چې نن خپریږي، په خپلو دې څرګندونو سره په واشنګټن کې غوغا راپورته کړه چې ویلي یې دي، اوباما د ۲۰۱۱ کال په لومړیوکې افغانستان ته د نوروځواکونو د استولو په اړه چې ده یې پریکړه په ۲۰۰۹ کال کې کړې وه، د بدګمانی حالت ته رسیدلی او پرخپلو قومندانانو او افغان ولسمشرحامد کرزي یې باورله لاسه ورکړی و.
XS
SM
MD
LG