د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له ګوزڼ ناروغۍ پاک هېواد وګرځول شو


د هند په اړه يوه وخت فکر کېدلو چې په دغه هېواد کې، چې د نفوسو شمېر يې زيات دی او ورڅخه زياتره يې غريب خلک دي، د پوليو ضد پروګرام عملي کول به يو ستونزمن کار وي.

ايسوشيېيټېډ پريس خبري اژانس ليکي، د هند حکومت د تېر ګل په ورځ وويل چې له تېرو درو کالونو راهيسې په دغه هېواد کې هېڅ کوم ماشوم ته د پوليو ناروغي نه ده شوې.


د ليکنې له مخې، د ګوزڼ يا پوليو په څېر د معذوره کوونکې ناروغۍ په له مينځه وړلو کې هند يوه ستره بريا تر لاسه کړه.

ويل کيږي چې د روغتيا نړيوال سازمان به په راتلونکې مارچ مياشت کې په رسمي توګه هند له پوليو څخه د پاک يوه هېواد په توګه اعلان کړي.

ليکنه وايي، د نړۍ په زياتره هېوادونو کې د پوليو رنځ بشپړ خاتمه شوې ده، خو د پاکستان، افغانستان او نايجيريا په څېر هېوادونو کې لا هم ماشومان د پوليو ناروغۍ ښکار کيږي.

پوليو اکثره وخت د پينځو کالونو نه کم عمر ماشومانو ته، له دې امله چې ناپاکې اوبه يې څښلې وي، لګي. د پوليو وايرس د ماشوم اعصابي نظام اغېزمنوي، چې له وجې يې دی معذوره، او په ځينو مواردو کې مړ هم شي.

د هند په اړه يوه وخت فکر کېدلو چې په دغه هېواد کې، چې د نفوسو شمېر يې زيات دی او ورڅخه زياتره يې غريب خلک دي، د پوليو ضد پروګرام عملي کول به يو ستونزمن کار وي.

پر دې سربېره چې د هند حکومت په دغه هېواد کې د پوليو رنځ د مکمل خاتمې دعوه کوي، يو د پام وړ شمېر هندي وګړي داسې دي چې يادې ناروغۍ په تېرو وختونو کې معذوره کړي او اوس مهال د بې وزلۍ ژوند کوي.

د ليکنې له مخې، دا دوهم ځل دی چې هند د وګړو يې د روغتيا په برخه کې له يوه ستر پرمختګ څخه برخمن شو. په ۱۹۸۰ م کال کې ياد هېواد د واکسينو د يوه پروګرام په ترڅ کې وکولای شول د چيچک ناروغي په بشپړه توګه له مينځه يوسي.

د ای پي په ليکنه کې راغلي، په هند کې د پوليو ضد کمپاين د دې هېواد دوه نيم ميلينه وګړو، چې پکې رضاکاران، ډاکټران او د صحت محکمې کارکوونکي شامل وو، د پرله پسې درېوو کالونو لپاره وچلاوه. په نتيجه کې يې دغه هېواد د دې جوګه شو چې د پوليو د بشپړ خاتمې خوشاليانې ولمانځي.

د صحي چارو هندي پوهان البته له دې امله چې د پوليو وايرس له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ور نه شي، اندېښنې څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د پوليو د نويو کيسونو مخې ته د راتلو خبرونه خپاره شول.

نوي ډيلي تېره مياشت وويل، هغه څوک چې غواړي له پاکستانه هند ته سفر وکړي، بايد د سفر له نېټې شپږ هفتې د مخه د پوليو ضد واکسين څاڅکو اخېستلو اسناد له ځان سره ولري.
XS
SM
MD
LG