د افغانستان پېژندل شوی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلي تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دى له څو ورځو راهيسې په هند کې د سختې ناروغۍ له کبله بستر و.
په امريکا کې مېشت افغان ليکوال استاد سعدالدين شپون وايي، محمد صديق پسرلي نه يوازې د غزليزې شاعرۍ بلکې د مقاومت د ادبياتو په ډګر کې اساسي کارونه کړي دي.
ټاکل شوې د ارواښاد پسرلي جنازه افغانستان ته انتقال او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي.