د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستاني ګوندونه او مشنري دي د عتزاز حسن او چودري اسلم پر لار لاړ شي'


ډ پاکستان د مذهبي ګوندونو پلویان
ډ پاکستان د مذهبي ګوندونو پلویان
پراګ : کارپوهان وايي چې په هنګو کې د ځانمرګي بريد هڅه ناکامولو پر وخت د وژل شوي عتزاز حسن او په کراچۍ کې د طالبانو لخوا په وژل شوي چودهري اسلم د پاکستان ښي لاسي سياسي مشرتابه لخوا هغسې د غصې ډک غبرګون مخې ته نه دی راغلې لکه څنګه چې د طالبانو پخواني مشر حکيم الله مسيد پر وژنه راغلې وو.

د جماعت اسلامي يو مشر سراج الحق څخه چې کله مشال ريډيو وپښتل چې ګوند يي د حکيم الله مسيد پر وژنه ډير خفه وو او که په هنګو کې د ځانمرګي بريد کونکي لخوا په وژل شوی عتزاز حسن نو هغه وويلً موږ په خپل ځان باندی خفه يو چې موږ ولې د داقسمه حالاتو سره مخامخ شوې يو، ځکه که ولسي وګړي مري،پوليس مري او که غيرسرکاري او سرکاري خلک مري نو د دی ټولو جرمونو او پيښو بنياد موږ د پخوانېو حکومتونو پالسۍ ګڼوً.

په لاهور کې د ساوت اشيا ژونال مدير امتياز عالم وايي د جماعت اسلامي مشر منور حسن د طالبانو مشر حکيم الله مسيد شهيد ګرځولې وو خو د ده په خبره د عتزاز حسن او چودهري اسلم په اړه د جماعت اسلامي لخوا دغسې کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د ده په خبره هغه ځکه چې په پاکستان کې ښي لاسي مذهبي ګوندونه دا فکر کوي چې سخت دريځه وسله وال د دوي په ګټه دي.

هغه وویل ً دا چې کوم ماشوم وو عتزاز حسن ده د خپل ژوند پر سر د سلګونو ماشومانو ژوند بچ کړو ، بلخوا په کراچۍ کې پوليس افسر اسلم خان صېب شهيد شو ، ارمان چې داسې نور پوليس افسران هم د ترهه ګرو پرضد ودريږي نو ترهه ګري قابو کېدېشي ، زموږ سياستوال د موقع پرستۍ ښکار دي او له ذهني ګډوډۍ سره هم مخامخ دي او د ترهه ګرو خلاف د ودريدو همت په کې هم نه شته او که چېرې د پاکستان رياستي مشنري هغه څه وکړي څه چې اسلم خان کړي نو له ترهه ګرۍ خلاصېدې شوً.

که څه هم د تحريک انصاف مشر عمران خان په کراچۍ کې د وژل شوي پوليس افسر چودري اسلم په اړه يواځې دومره ويلي دي چې نوموړي ته تحفظ نه ورکول د سند د حکومت کمزوري ښي.

خو د دې ګوند يو بل غړی او د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان وايي د چودری اسلم د وژنې په سختۍ سره غندنه او د عتزاز حسن ستيانه کوي.

عاطف خان زیاته کړه چې ً اعتزاز يو بهادر حلک وو او د خپل سر په ورکولو سره يي د سلګونو ماشومانو ژوند بچ کړی، هغه ته په مړيني لوي ايوارډ ورکول پکار دي . موږ د هرقسمه ترهه ګرۍ غندنه کوو خو موږ وايو چې د ترهه ګرۍ حل له کلونو راهيسې په جنګ راونه وتو نو بايد چې وس د مزاکراتو لار وکارول شيً.

امتياز عالم همداراز وايي چې په پاکستان کې د ځينو سياسي ګوندونو لخوا له طالبانو سره نرمه رويه او د طالبان لخوا د وژل شوو خلکو په اړه خاموشي د اسلام او پاکستان دواړو لپاره د تاوان سبب کيږي.

امتیاز عالم وویل ً د جماعت اسلامي په څير ګوندونه له طالبانو سره همدردي لري او دا د هغوي خوش فهمي ده يا غلط فهمي ده چې له دی سره به د دوي طاقت مظبوط وي خو دوي پر دی نه پوهيږي چې له دی سره اسلام ته او پاکستان ته څومره زيان رسيږي ، دا فرقه پستي څومره مخ په زياتېدو ده ، دوي به د دی هرڅه قيمت ورکوي او د خپلو خلکو وژنکو ته شهيدان ويل د ايين خلاف ورزي ده او لاه ملک سره دښمني ده، زه ويم چې دی ماشوم عتزاز حسن او چودری اسلم چې کومه له موږ ته ښودلې ده هم دغه د پاکستاني ولس لاره دهً.

امتياز عالم وايي بايد چې د پاکستان سياسي ګوندونه او حکومتي مشنري د عتزاز حسن او چودری اسلم پر نقش قدم ولاړ شي او د هغو خلکو ستاينه او مرسته وکړي څوک چې د ترهه ګرۍ او سختدريځۍ خلاف مبارزه کوي ، د ده په خبره که چېرې داسې ونه شو نو پاکستان او اسلام دواړو ته به زيان ورسيږي.
XS
SM
MD
LG