د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي سیمو کې دې د امن لپاره جدي ګامونه پورته کړل شي


د پاکستان شاوخوا لسو سیاسي ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د قبایلي سیمو وګړيو ته دې بنيادي اسانتياوې ورکړل شي تر څو د دوی په خبره په ټولو قبایلي سیمو کې امن او سوکالي راشي.

د پاکستان شاوخوا لسو سیاسي ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د قبایلي سیمو وګړيو ته دې بنيادي اسانتياوې ورکړل شي تر څو د دوی په خبره په ټولو قبایلي سیمو کې امن او سوکالي راشي.


د فاټا ریفارمز کمېټۍ تر سیوري لاندې د جمعې په ماځيګر د بلوچستان د وزیراعلی په کور کې له خبریالانو سره په خبرو کې د يادې کمېټۍ غړيو او د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وویل ؛ تر کومه چې په قبایلي سیمو کې امن نه وي راغلی، په پاکستان کې امن نشي راتلای؛ ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د فاټا ریفارمز کمېټۍ د هغو يوولسو پرېکړو حمايت وکړ چې يادې کمېټۍ په متفقه توګه وړاندي کړې.

په دې يوولسو پرېکړو کې په قبایلي سیمو کې د امن راوستل، په قبایلي سیمو کې د بلدياتي انتخاباتو غوښتنه، د سیمې لپاره د پرمختګ پرووژې، د جرګې نظام لا مظبوطه کول او داسې نورې نقطې شاملې دي. ډاکتر عبدالمالک بلوڅ په دې خبري غونډه کې وویل:

((زه د فاټا ریفارمز کمېټۍ د يوولسو نقطو حمایت کوم. ځکه چې د فاټا، خیبرپښتونخوا او بلوچستان د وګړيو تاريخي او کلتوري شاليد سره یو دی. او زموږ ډېرې نږدې سیاسي، قامي او تاريخي رشتې دي))

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره په دې کمېټۍ کې له واکمن مسلم لیګ ن ګوند سربېره عوامي نیشنل ګوند، پاکستان پيپلز ګوند، نېشنل ګوند، جمعیت علماء اسلام (ف)، پاکستان تحریک انصاف، جماعت اسلامي، قومي وطن پارټۍ، متحده قومي موومنټ او پاکستان مسلم لیګ ق شامله دي چې د دې کمېټۍ په خبره تر دې وروسته به د خیبرپښتونخوا او سندهـ صوبو له وزیراعلی او ګورنر سره هم ويني او وروسته به په همدې لړ کې د پاکستان له ولسمشر او وزیراعظم سره هم ملاقات وکړي. د قومي وطن ګوند سیاستوال هاشم بابر بلوچستان ته د دوی د راتګ په اړه له مشال راډيو سره په خبرو وویل:

((موږ خو خپلې غونډې له ۲۰۱۰ م کال څخه کوو او دا غواړو چې د ټولو ګوندونو هغه نقطې چې د ټولو ګوندونو پرې اتفاق وي، هغه موږ وړاندې کړو. په دې کې دا چې موږ بلوچستان ته راغلي يو، داسې موږ لاهور ته تللي يو او کراچۍ ته هم روان يو او ټول صوبايي دارالحکومتونو ته به ځو. د هغې مطلب دا دی چې په سیاست کې خو موږ اتفاق وکړو، لاکن د دې لپاره د لابي ضرورت دی او هغه موږ د صوبو وزیر اعلی او ګورنر راکولی شي. بهترينه طریقه دا هم ده))

د پاکستان د قبایلي سیمو لپاره دغې اصلاحاتي کمېټۍ په خپلو غوښتنو کې دا هم ليکلي چې د ايين په ارټيکل ۲۴۷ کې دي بدلون وشي. دا چې په دې ارټيکل کې څه دي؟ او ولې يې بدلول غواړي؟ د دې کمېټۍ د يوه بل ګوند پاکستان مسلم لیګ (ق) سیاستوال اجمل وزیر يې په ځواب کې مشال راډيو ته وویل:

((په دې کې دوه مهمې خبرې دا دي چې اول د فاټا نه کوم ايم اين اې يا د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل کېږي یا سینيټرز جوړېږي، هغه د فاټا په حوالې نه خو په قامي اسمبلۍ کې او نه هم په سینيټ کې سینيټر د فاټا په حوالې قانون سازي کولای شي. دوهم مونږ دا وايو چې د فاټا چې کوم کس دی هغه هايي کورټ او سپريم کورټ ته نشي تلای. دا بنیادي حق دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې هم د فاټا وګړيو ته نه دی ورکړل شوی))

د اجمل وزیر په خبره د ايين په ارټيکل ۲۴۷م کې ځينې داسې نورې خبرې هم شته چې دوی يې د بدلون غوښتنه کوي، خو تر ټولو لويې او مهمې هغه يې همدا دي چې له مشال راډیو سره يې ذکر وکړ.
تردې وړاندې د جمعې په سهار د دې کمېټۍ غړیو د بلوچستان له ګورنر محمد خان اڅکزي سره هم ملاقات وکړی چې د کمېټۍ د غړيو په خبره د بلوچستان د ګورنر له خوا ورته د هر ډول مرستې او ملاتړ باور ورکړل شوی.
XS
SM
MD
LG