د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی: د پښتونخوا د ځوان زړور عمل د ستايلو وړ دی


افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه ځوان زړور عمل وستایه چې د خپل ځان په قربانولو سره یې د یو ځان مرګي برید مخه ونیوله.

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه ځوان زړور عمل وستایه چې د خپل ځان په قربانولو سره یې د یو ځان مرګي برید مخه ونیوله.


د تېرې دوشنبې په ورځ د اعتزاز حسن په نوم یوه زده کوونکي د هغه ځان مرګي برید کوونکي مخه ونیوله چې غوښتل یې د خیبر پښتونخوا د هنګو په ښارکې پر یوه ښوونځي برید وکړي. اعتزاز حسن له ځان مرګي برید کوونکي سره د نښتې په نتیجه کې خپل ځان له لاسه ورکړ خو بریدکوونکی یې پرې نښود چې ابراهیم زي ښوونځي او د هغه سلګونو زده کوونکو ته زیان و رسوي.

له ارګ څخه په ځباره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اعتزاز حسن د دغه عمل د ستایلو په ترڅ کې وویل چې ترهګري د افغانستان او پاکستان خلکو ته ګډ ګواښ دی چې تر ټولو ډیر قربانیان یې د ډیورند دکرښې د دواړو غاړو اوسیدونکي دي.

افغان ولسمشر په دې سیمه کې رامنځته شوې ترهګري او تاوتریخوالی د جهل او وروسته پاتې والي په تورو تیارو کې د خلکو د راګیرولو وسیله وبلله او له هغو سره مقابله یې د افغانستان او پاکستان د خلکو او حکومتونو دیني او انساني دنده وګڼله.

حامد کرزي د پولیسو د یو تن افسر جان علي او د هېواد د څو تنو زړورو ځوانانو له میړانې او سرښندنې څخه د یادونې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې هم په وار وار زړورو ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانولو سره د ځان مرګو بریدکوونکو مخه نیولې ده او په دې ډول یې په لسګونو او سلګونو کورنۍ د خپلو عزیزانو په غم او ویر له اخته کېدو څخه ژغورلي دي.

ولسمشر کرزي اړوندو مقاماتو ته لارښوونه کړې ده چې د اعتزاز حسن له کورنۍ سره د خواخوږۍ په نیت لازمه مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG