فارن پاليسي مجلې د امريکا د دفاع د پخواني وزير د نوي کتاب په اړه مقاله خپره کړې ده. رابرټ ګېټس په خپل کتاب کې ادعا کوي چې امریکا هڅه کوله چې د ۲۰۰۹ م کال د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کرزی له واکه لرې کړي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي له واکه د لرې کولو لپاره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچرډ هالبروک او د افغانستان لپاره د امريکا پخواني سفير کارل ايکن بېري پټ په پټه هلې ځلې کولې.
ښاغلي ګېټس په خپل کتاب کې لیکلي چې ریچرډ هالبروک هڅه کوله چې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځوي او په ټاکنو کې یې د حامد کرزي د لرې کولو لپاره د هغه د سیالانو ملاتړ کاوه. د فارن پاليسي مجلې د دې مقالې مهم ټکي د مشال راډيو خبريال اسرار عالم مومند درته اوروي:
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.