د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ټرانزيتي ستونزو خبرې وشوې


د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد د مالیې د فدرال وزیر اسحق ډار په مشرۍ غونډه وشوه او له افغانستان سره د سوداګرۍ په نویو مقرراتو بحث او پریکړې وشوې.

د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد د مالیې د فدرال وزیر اسحق ډار په مشرۍ غونډه وشوه او له افغانستان سره د سوداګرۍ په نویو مقرراتو بحث او پریکړې وشوې.


په دې غونډه کې د پاکستان د خزانې یا مالیې وزارت په چارواکو سربیره، د پاکستان د دولتي بانک او سوداګرۍ د خونو جګ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ په اړه بحث وکړ او پریکړه وشوه چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د روان کال مارچ میاشتې له ۱۷ مې نیټې وروسته سوداګریزې راکړې ورکړې په امریکایي ډالرو کیږي.

په غونډه کې له ټولو سوداګرو څخه چې مخکې یې معاملې کړې دې؛ وغوښتل شول چې د مارچ تر ۱۷مې پورې دې خپلې ټولې معاملې خلاصې او بشپړې کړي.

د غونډې د پرېکړو په اړه د خیبر پښتونخوا ایالت د سوداګزیرو خونو ريیس زاهدالله شینواري مشال راډیو ته وویل:

"له موږ سره چې د پالیسۍ کوم هدایت دی په هغې کي له افغانستان سره په ډالرو او روپیو دواړو کې سوداګریزې راکړې ورکړې کیدلې. د روپیو د صاداراتو په اړه انتقادونه زیات وو او موږ هم ورباندې په ۲۰۰۹م کال کې یو ځل اعتراض کړی و.

له پاکستان نه به افغانستان ته خوراکي مواد او د ورځني استعمال یا اړتیا شیان په غیر رسمي ډول صادرېدل او اوس ورته موږ د مسالې په اړه رسمي وړاندیز ورکړ او په غونډه کې پرېکړه وشوه چې؛ صادرات به په ډالرو کیږي."


شینواری وایي، په دې کار سره به د پاکستان صادرات زیات شي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګریزو خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي؛ د دې پریکړې اثرات به وروسته راڅرګند شي. دی وایي، که له پرېکړې مخکې له افغان حکومت سره مشوره شوې وای؛ دا به ډيره ښه وای.

د اسلام آباد په غونډه کې دا پریکړه هم وشوه چې؛ په شمالي وزیرستان کې له افغانستان سره په پوله غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره دې جدي اقدامات وشي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوداګریزو خونو رئیس زاهدالله شنیواری وایي؛ له ډیرې مودې راهیسې یې غوښتنه کوله چې؛ د غلام خان بندر له لارې دې له سمنټو علاوه د نورو شیانو صاداراتو ته هم امکانات برابر شي.

شینواري زیاته کړه چې، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته د مالونو په صادرولو سره به د ځینو شیانو قاچاق هم له منځه لاړ شي.

شمالي او جنوبي وزیرستان د پاکستان تر ټولو نا امنې سیمې بلل کیږي او د وسله والو مرکزونه او روزنځایونه هم په کې دي.
XS
SM
MD
LG