د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ولسمشر کرزى امنيتي تړون نه لاسليکوي'


د امریکه مهم استازې چې د ولسمشر کرزۍ د حکومت سره د اوږد محاله امنیتي تړون په موضوع په خبرو اترو بوخت دي. د اوباما انتظامیه خبر کړې ده داسې نه ښکاري چې ولسمشر کرزې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د امنیتي تړون لوظنامه تر مقرره وخته لاس لیک کړي.

د امریکه مهم استازې چې د ولسمشر کرزۍ د حکومت سره د اوږد محاله امنیتي تړون په موضوع په خبرو اترو بوخت دي. د اوباما انتظامیه خبر کړې ده ـــ داسې نه ښکاري چې ولسمشر کرزې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د امنیتي تړون لوظنامه تر مقرره وخته لاس لیک کړي.


واشنګټن پوسټ لیکي که چیرې داسې وشي نو د کال تر اخیره پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ډیر په بیړه د وتلو امکانات به ډیر شي او اوباما انتظامیې ته به د ځواکونو د وتلو نه وروستو په افغانستان کې د یو پوځي اتحاد پر ځای کولو لپاره ډیر لږ وخت په لاس ورشي.

دا تجزیه په دې نیزدې ورځو کې د امریکا د سفیر جیمز بي کننګم له خوا په یو کلاسیفایډ کیبل کې لیږل شوې ده.

په دغه کیبل کې کننګم ویلي هغه فکر نه کوي چې ولسمشر کرزی به د اپریل په میاشت کې د کیدونکو ولسمشرۍ د انتخاباتو نه وړاندې امنیتي لوظنامه لاس لیک کړي.

روانه اوونۍ سپینې ماڼۍ ویلي وو چې امنیتي لوظنامه باید په میاشتو کې نه بلکه په یو څو اوونو کې لاس لیک کړې شي.

امریکايي چارواکي چې د ورځپاڼې سره يې د دغه موضوع په اړه معلومات شریک کړي خپل نومونه ده دي ښودلي ولې چې هغوي ته د دې اجازت نشته.


د امریکه د سفیر خیالات څرګندوي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې ډیرې ترینګلې دي. د زیارت په ورځ په دې اړیکو یو بل ګزار هغه وخت وشو کله چې د کرزی حکومت وویل د لوړې کچې ۷۲ بندیان به د قید نه خوشي کړي.

امریکایان اصرار کوي چې دغه بندیانو خوشي کول افغان او امریکايي ځواکونو ته خطر جوړولې شي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي واشنګټن پوسټ ته ویلي ـــ د امریکایانو سره ددغه دعوې څه ثبوت نشته.

دا لوظنامه ددې خبرې اجازت ورکوي چې د ځواکونو د وتلو نه وروستو امریکايي تربیت ورکوونکي او د ترهګرۍ ضد کارپوهان په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د دغه باقې پاتې ځواکونو په افغانستان کې قیام په کابل کې د یوې لوي سفارت او په هیواد کې د ریو نورو قونسلګریو پرمخ بوتللو او د روانو پرمختیاي پروژو د سر ته رسولو لپاره مهم بولي.

د دغه امنیتي ځواکونو د شمیرې په اړه ولسمشر اوباما لا څه پریکړه نه ده کړی.
XS
SM
MD
LG