د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي جوړښت طالبانو وران کړ که د پاکستان ادارو؟


د قبایلي جرګې یو عکس
د قبایلي جرګې یو عکس
پراګ: په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د چارشنبې په ورځ ویلي چې وسله والو په قبایلي سیمو کې قبایلي جوړښت له منځه وړی دی.

د قبایلي سیمو په اړه د لیکل شوي یو کتاب تر مخکتنه وروسته د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز خبریالانو ته وویل ، د قبایلي سیمو حالات داسې پړاو ته رسېدلي دي چې په اسانه یې حل نه شي را اېستل کېدای.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې وسله والو او نورو مجرمانو په قبایلي سیمو کې د ځايي ولس قبایلي جوړښت له منځه وړی دی.

خو د قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکي او مشران د خپل وطن او ولس د تباهۍ زمه واري یوازې پر وسله والو طالبانو نه اچوي.

یو په نقاب ننوتی دی ، بل ټوپک را اخیستی دی او له بل سره قلم دی. دا درې واړه د قام جرمانه دي او قام دې درې واړو ته په بد نظر ګوري
ملک حسېن سالارزی

د باجوړ یو قبایلي مشر ملک حسېن سالارزي مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو ، پوځ او پولیټکل انتظامې په ګډه پر قبایلو دا اوسنی حالت راوستی دی.

ملک حسېن سالارزي وویل ً زه وایم چې په دې کې د درې واړو لویه زمه واري ده. یو په نقاب ننوتی دی ، بل ټوپک را اخیستی دی او له بل سره قلم دی. دا درې واړه د قام جرمانه دي او قام دې درې واړو ته په بد نظر ګوريً.

بل پلو د وزیرستان یو قبایلي مشر ملک قادرخان بیا وايي چې په قبایلو کې اوس هم خپل کلتور موجود دی خو د هغه په وینا حکومت د ولس د روښتونو مشرانو پر ځای نور ملکان جوړ کړي او رامخ ته کړي دي.

ملک قادر خان زیاته کړه چې ً کلتور هغه دی ، مشران هغه دي ، خبرې هغه دي او جرګې هغه دي. خو دلته حکومت په خپله د مشرانو قدر کم کړی دی. هغه مشران یې څنډې ته کړي دي چې پلار ، نیکه او غور نیکه یې مشران ووً.

په قبایلو کې اوس هم خپل کلتور موجود دی خو د هغه په وینا حکومت د ولس د روښتونو مشرانو پر ځای نور ملکان جوړ کړي او رامخ ته کړي دي
ملک قادر خان

د ملک قادر خان په وینا ، اوس حکومت خپل داسې ملکان جوړ کړي دي چې په هر ځای کې د هغوی خبره اورېدل کېږي او منل کېږي.

پر قبایلي سیمو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان وايي چې قبایلي جوړښت په ځینو سیمو کې مات شوی او په ځینو سیمو کې بلکل له منځه وړل شوی دی.

عزیزالله خان وویل ً چې کله هلته [په قبایلي سیمو کې] پوځي عملیات وشو نو د قبایلي جوړښت شکل یې بدل کړ او بلکل یې د هغه جرړې وکښې. بېلا بېلې قبیلې اوس د هم دې ترهګرۍ له کبله یو له بل سره په شخړو کې ښکېلې ديً.

په پاکستان کې ځینې حکومتي چارواکي او شننونکي داسې فکر هم لري چې ګواکې د امریکا د بې پایلټه الوتکو د بریدونو له کبله هم قبایلي جوړښت ته زیان رسېدلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز الله خان
د سیاسي چارو کارپوه عزیز الله خان
​خو پر قبایلي سیمو نظر لرونکی عزیزالله خان وايي ً زه له دې سره بلکل اتفاق نه کوم. ډرون څوک له وزیرستانه پر هجرت نه دي مجبور کړي ، په ډرون کې قبایلي مشران نه دي وژل شوي او ډرون مارکېټونه نه دي په نښه کړي. ډرون په مخصوصو کسانو پسې راځي ، هغوی په نښه کوي او بیا ځي. زما په نظر خو ډرون قبایلي جوړښت ته څه زیان نه دی رسولیً.

د ټولنیزو چارو کارپوه خادم حسېن وايي ، د قبایلي جوړښت د له منځه وړلو هڅې پر دې سیمه د فرنګي د واکمنۍ په وخت کې پیل شوې وې چې د پاکستان له جوړېدو راهسې بیا تر اوسه دوام لري.

اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې په قبایلي سیمو کې د ځايي رسمونو او اقدارو د بیا ژوندي کولو او پر ځای کولو امکان تر کومه حده موجود دی؟

د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه خادم حسېن
د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه خادم حسېن
خادم حسېن وايي ، د دې امکان شته خو چې له نوي فکر سره بحث ورباندې وشي.

هغه وویل ً که تاسو اوس د هغه وخت هجره را ژوندۍ کوی نو زه فکر کوم چې یو ځان به هلته ولاړ نه شي او نه به کشېني. نو دا به له ځوانانو او مېرمنو لرې پاتې شي. اوس مهمه خبره دا ده چې په هجره کې دي انټرنیټ هم وي ، په هجره کې دي کتابتون هم ، هجرې ته دي اخبار هم راځي ، په هجره کې دي د ټي وي (کېبل نېټ ورک) هم وي ، په هجره کې دي د جرګې یو شکل او بحثونه هم وي. یانې داسې دي وي لکه په نوره نړۍ کې چې ورته ټولنیز مرکز (کمیونټي سنټر) وايي. نو دا په داسې توګه پرمختګ کولای شيً.

ملک حسېن سالارزي او ملک قادر خان خان هم په خپلو خبرو کې وویل چې د قبایلي جوړښت را ژوندی کېده نه یوازې د ولس حوصلې او زیار ته اړتیا لري بلکې دا په دې پورې هم تړلې ده چې حکومت یې ژوندی کول او پر ځای کول غواړي او که نه؟
XS
SM
MD
LG