د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بګرام د ۸۸ بندیانو په اړه عدلي او قضایي غونډه جوړه شوه


د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ عدلي او قضایي غونډه، نن (پنجشنبه) په ارګ کې جوړه شوه.

د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ عدلي او قضایي غونډه، نن (پنجشنبه) په ارګ کې جوړه شوه.


دغې غونډې ته د بګرام په زندان کې د هغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه چې د بګرام د بندیانو د دوسیو د مرور بورد او امریکا ترمنځ یې د اړیکې په باب د نظر اختلاف موجود دی، د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست انجنیر رحمت الله نبیل لخوا رپوټ وړاندې شو.

د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست وویل چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې له مخې په مرکز او ولایتونوکې د ملي امنیت بېلابېلو ادارو د دغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه په پوره دقت، جدیت او غور سره خپله څیړنه وکړه.

د ملي امنیت سرپرست وویل چې د دغې دقیقې څېړنې په نتیجه کې روښانه شوه چې د دغو ۸۸ تنو بندیانو له جملې څخه ۴۵ یې داسې کسان دي چې پرخلاف یې هیڅ ډول جرمي شواهد او مدارک وجود نه لري، ۲۷ یې داسې کسان دي چې په اړه یې یوازې یوه عادي اطلاع موجوده ده او پاتې ۱۶ تنه یې هغه بندیان دي چې د هېواد په امنیتي ادارو کې یې په اړه جرمي اسناد او مدارک موجود دي.

عدلي او قضایي غونډې د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست د راپور له اورېدو وروسته د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د مرور بورد ته لارښوونه وکړه ترڅو هغه بندیان دې له بنده آزاد کړي چې بېګناه دي او په اړه یې کوم جرمي اسناد او مدارک شتون نه لري او د هغو بندیانو پر دوسیو باندې دې بیا کتنه وکړي چې په اړه یې د ملي امنیت لوی ریاست نوي معلومات، اطلاعات او مدارک راغونډ کړي دي او دغه دوسیې دې د خپل قانوني صلاحیت په محدودې کې لویې څارنوالۍ ته وسپاري.

په دې غونډه کې قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي، د عدلیې وزیر حبیب الله غالب، لوی څارنوال محمد اسحق الکو، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د نظامي پولیسو قوماندان او بګرام زندان مسوول جنرال فاروق بارکزی، د بګرام د بندیانو د دوسیو د مرور د بورد رئیس قاضي عبدالکریم قانت، ددغه بورډ غړی عبدالشکور دادرس او حقوقي سلاکار نصرالله ستانکزی حاضر وو.
XS
SM
MD
LG