د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: یو شمېر اوسیدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی.


د ننګرهار د اچين او سپین غر ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې له تیرو پینځو ورځو راهیسې یو وار بیا دوي په خپله سیمه کې د پاکستاني وسله والو پر ضد پاڅون کړی او سړه جګړه روانه ده.

د ننګرهار د اچين او سپین غر ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې له تیرو پینځو ورځو راهیسې یو وار بیا دوي په خپله سیمه کې د پاکستاني وسله والو پر ضد پاڅون کړی او سړه جګړه روانه ده.


له دې وړاندې هم د یادو سیمو اوسیدونکو د منګل باغ په نامه د پاکستاني وسله والې ډلې سره نښتې کړې وې او پر هغوي يې بندیز لګولی و، چې د دوي په ساحو کې دې تګ راتګ نه کوي.

دوی تور پورې کوي، چې د بیا ځل لپاره يې دا پاڅون هغه وخت پيل کړ، چې د جنجال شګې په سیمه کې د سړک ترغاړې ماین چاودنو ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پاڅون کوونکو یوه مشر حاجي لیونۍ وايي، دوي قومیزه پریکړه کړې، چې هیڅ یوې وسله والې ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دوي په سیمو کې فعالیت وکړي او په همدې خاطر د سیمې ولسي خلکو د وسله والو پر ضد وسلې راپورته کړي:

"دا زموږ ولسي جنګ دی، ټول ولس تنګ راغلی دی موږ د طالب په نوم څوک دلته نه پریږدو د دوي پر ضد مو دا پاڅون کړی، اوس یو پاکستانی به له هغې غاړې راځي او موږ ځوروي خو حکومت موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې او نه همکاري کوي."

د دوي په خبره دغه پاڅون يې له ډير پخوا راهیسې د ټولو وسله والو ډلو پر خلاف پيل کړ، خو په خبره يې، چې دولت ورسره هیڅ مرسته نه کوي.

خو د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي مشال راډیو ته وویل، چې څو ورځې مخکې هم د اچین او سپین غر ولسواليو مشران ورغلي و او والي صیب د دوي له شخړې څخه هم په جریان کې دی.

نوموړی وايي، د ولایت مقام په پام کې لري، چې دغه راولاړه شوې شخړه آواره کړي:

"د ننګرهار والي صیب مختلفو مشرانو سره يي لیدنې کړي او په عین وخت کې امنيتي ارګانونو ته سپارښتنې کړي او ولایتي اداره د دې مشکل د حل په خاطر کار پيل کړی دی او تمه ده، چې دا به په راتلوونکو څو ورځو کې حل شي".

خو هلته په سیمه کې د منګل باغ وسله والې ډلې ویاند قاري عبدالله مشال رادیو ته ویلي، چې دوي هیڅ داسې حرکت نه کوي، چې د سیمې خلکو ته پرې ضرر وګرځي.

دوي د سیمې د خلکو هغه تورونه هم ردوي، چې په خبره يې په اچين ولسوالۍ يې شخصي زندانونه جوړ کړي.

عبدالله وویل، چې دغه شخړې یوازې او یوازې له دې نه راولاړې شوي، چې د پیخې خوړ سیمې خلکو پر دوی سړکونه بند ساتلي دي.

د ویلو ده، چې له ډيرپخوانه د دور بابا په ولسوالۍ کې هم د سيمې ولسي خلکو قومي تکړه اعلانه کړې وه،چې هیڅ یوې وسله والې ډلې ته به په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي او د هغوی دا قومي پریکړه تراوسه هم جریان لري.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG