د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: امريکا په افغانستان کې خپل هدفونو ته ونه رسید


په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیر اعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا په افغانستان کې خپل ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړاى شول.

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیر اعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا په افغانستان کې خپل ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړاى شول


په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا په افغانستان کې خپل ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړاى شول



په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، امريکا په افغانستان کې د هغو خلکو پر ضد جګړه کوي، کوم چې دوی په خپله له شوروي اتحاد سره د جګړې پر مهال روزلي وو.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، نوموړي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي:

"امريکا په افغانستان کې د ترورېزم په مخنيوي، د دغه هېواد د اقتصادي پرمختيا او د جمهوري نظام د ودې په لړ کې ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړاى شول، بلکې د دې برعکس يې د پاکستان لپاره ستونزې رامنځته کړې.امريکا له غلطو خلکو سره، له غلطې لارې، غلطه جګړه کوي. امريکا د هغو خلکو پرخلاف جنک کوي، چې په خپله يې روزلي او مالي مرستې به يې ورسره کولې."

نوموړي همدا راز ويلي دي، چې امريکا په قبايلي سيمو کې د خپلو بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د لوړې سطحې هدفونه ترلاسه کړل اوس ورته پکار دي، چې پر دغو سيمو د بې پيلوټه الوتو بريدونه بند کړي.

سرتاج عزيز په ٢٠٠٣میلادي کال کې د پوځي واکمن جنرال مشرف له خوا قبآيلي سيمو ته د پوځ استول يو ناسم ګام بللى او په خبره يې، دې ګام د قبايلو ټولنيز نظام له منځه يووړ او په سيمه کې يې انتشار خپور کړ.

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شريف سلاکار دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام لري.

له يوې خوا د پاکستان حکومت وخت ناوخته له امريکا غوښتي، چې پر قبآيلي سيمو دې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي، نو له بلې خوا د امريکا متحده ايالات په دې باور دي، چې بې پيلوټه الوتکې د ترورېزم پر ضد په روانه جګړه کې مهم رول او ښې لاسته راوړنې لري.

بل خوا افغان دولت هم بيا بيا له پاکستانه غوښتي، چې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې دې د هغو خلکو پرخلاف لازم ګامونه پورته کړي، چې له دغو سيمو په افغانستان کې دننه پر بهرنيو ځواکونو او افغان اردوبريدونه کوي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې ترڅو پورې په شمالي وزيرستان او د افغانستان پولې ته څېرمه په نورو قيايلي سيمو کې د بهرنيو ترهګرو مرکزونه موجود وي، نو امريکا به پر دغو سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې دا مهال د حقاني شبکې غړي او نور بهرني او کورني سخت دريځه وسله والو مرکزونه دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي.
XS
SM
MD
LG