په پاکستان کې پولیسو پرون وویل چې د نهې په ورځ په کراچۍ ښار کې د یو صوفي په مزار کې د شپږو کسانو مرۍ غوڅ شوي مړي موندل شوي دي.
پولیس وايي دایوب شا بخاري د مزار په خواکې د غورځول شویو مړو له څنګه یې دکوم کس لخوا لاس لیک شوی یو پیغام هم ترلاسه کړی چې ادعا کوي دپاکستاني طالبانو استازیتوب کوي.
پولیس وايي په پیغام کې ګواښ شوی چې خلک دې د مزارونو دورې نه کوي.
یاده دې وي چې وسله وال طالبان دتصوف او د مزارونو د دورو پرضد دي، او دا د وهابي اسلامي بنسټ پالنې سره په ټکر کې ویني.
نښلول
شریک کړئ
کراچۍ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:46
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.