د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې د ټرافيکې له امله ۲۱ تنه مړه او ټپیان شول

نن سهار په ميدان وردګو کې د کابل کندهار پر لويه لاره د مسافرو يو درې سوه درې موټر چپه شوی دی چې له امله يې يو ويشت ته مړه او زخميان شوي دي. دغه موټر له کابل څخه کندهار ته روان وو. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

له مسافرو دغه ډک درې سوه درې موټر نن سهار وختي له کابل څخه کندهار ته روان شوی وو چې د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې چپه شوی او له امله يې درې تنه مړه شوي او اتلس نور زخمي شوي دي.

پېښه نن سهار وختي د څلورو بجو په شاو خوا کې د سيد اباد په دشت توپ سيمه کې شوې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دغه موټر د ګړندي تګ او زياتې واورې له امله چپه شوی دی.

دی وايي، په پېښه کې يو تن مسافر ځای پر ځای مړ شوی او دوو نورو يې روغتون ته پر لاره ژوند بايللی دی.

"پېښه نن سهار وختي په دشت توپ کې شوې ده، يو نفر پر هماغه ځای مړ شوی دی او دوه نور روغتون ته پر لاره مړه شوي او اتلس نور زخميان دي."

په پېښه کې زخمي شوي کسان د ميدان ښار روغتون ته لېږدول شوي دي چې ډاکټرانو پکې د پنځو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې چپه شوی موټر د کوم مسافروړونکي شرکت دی.
تر دې وړاندې هم د کابل کندهار پر لويه لاره ورته ډېرې پېښې شوې دي، چې زياتې يې د احمد شاه بابا د مسافرو وړونکيو موټرو د شرکت موټرونو کړې دي.
XS
SM
MD
LG