د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار: د انتخاباتو بهير او امنيتي تدابير


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې هغه سيمې يې له وسله والو پاکې کړي چې د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنيز بهير ته ګواښ ګڼل کيدلې.

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې هغه سيمې يې له وسله والو پاکې کړي چې د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنيز بهير ته ګواښ ګڼل کيدلې.


د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد وايي چې د تيرو دريو مياشتو راهيسې يې د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو کې ګڼ شمير عمليات تر سره کړي او هغه سيمې چې ټاکنيز بهير ته په کې ګواښ متوجه و، له وسله والو پاکې کړي دي.نوموړی وايي.

(( د دغه دريو مياشتو په لړ کې موږ ۷۸ عملياته تر سره کړي چې ښې پايلې يې درلودې، په دغه ۷۸عملياتو کې موږ د خوګياڼيو، چپرهار، اچين، بټي کوټ، مومند درې او نورو اړوندو ولسواليو کې د ۱۳۵ تنه د وطن وسله وال دښمنان وژل شوي دي، ۸۱ تنه يې ټپيان و او ۱۳۳ نفره مو بل فعل په جنګ کې دستګيره کړې چې عدلي او قضايي ارګانونو ته مو معرفي کړي دي.))

د جنرال شيرزاد په خبره په هغو ټولو نا ارامو سيمو کې، چې عمليات ترسره شوي هلته نوې امنيتي پوستې هم ځای پرځای شوي.

(( تاسو وينیء چې د تيرو دريو مياشتو راهيسې د تورخم جلال اباد لويه لاره چې پخوا ډيره ناامنه وه، ډير جدي مشکلات موجود و، اوس د ټرافيک پر مخ بيخي خلاصه ده او ټول زموږ ولسونه په دې لاره تګ راتګ کوي.همدا رنګه موږ وکولای شول د دغو عملياتو په درشل کې تقريپاٌ تر يوولسو امنيتي پوستې همدغه د بټي کوټ او مومندرې چې د تورخم او جلال اباد لاره ده په دې مسير کې، د اچين په ساحه کې خوګياڼيو په ساحه کې جوړې او ځای په ځای کړو او خپل پوليس په هغې کې دايمي شتون ولري.))

جنرال شيرزاد د دې پوښنې په ځواب کې چې په ننګرهار کې اوس هم ډيرې ليرې پرتې نا امنه سيمې شته چې خلک به ونه کولای شي چې په ازادانه ډول خپلې رايې استعمال کړي.وويل:

(( په ټول ننګرهار کې موږ دريمه مرحله ارزيابي چې د انتخاباتو له کميسيون سره مشترکه هغه پلان کې امضا کړې ده، موږ هيڅ ستونزه نه لرو د انتخاباتو په جريان کې او هيڅ تړلی مرکز نه لرو. خو د هغو مرکزونو لپاره چې هلته د دشمن تهديد لوړ دی، له انتخاباتو نه يو مياشت مخکې هلته امنيتي ځواکونه ځای په ځای کيږي.))

څومره چې د افغانستان راتلونکي ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو ټاکنې رانيږدې کيږي هومره د ټاکنيز بهير په اړه له خلکو سره امنيتي انديښنې زياتيږي خو جنرال شيرزاد وايي چې دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره امنيتي تدابير نيولي دي.
XS
SM
MD
LG