د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یو نیم کروړ روپۍ راکړه او له کوره دې سره جنډه کوزه کړه"


کراچۍ - د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي په ۲۰۱۳ ز کال کې په کراچۍ کې د دوی د ګوند په کارکنانو په ترسره شویو حملو کې ۵۹ کسان وژل شوي ول.


په هغو کسانو کې زیاتره کسان د تېر کال د ټاکنو پر ورځ او د ټاکنو د کمپېن پر مهال وژل شوي ول، خو تر ټاکنو وروسته هم په کراچۍ کې د هغه ګوند غړي او مشران خوندي نه دي پاتې او هغه کسان چې د یاد ګوند په ټېکېټ یې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه لا هم د مرګ او جرمانې یا کلنګ (باج) له ګواښونو سره مخامخ دي.

عبدالرزاق بونیری هم یو له هغو کسانو دی ، چې د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې د عوامي نیشنل ګوند په ټېکېټ یې په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.

د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د نوموړي په کور، دوکان او ګاډي تر ټاکنو وروسته څلور حملې شوې دي.

د دوشنبې پر ورځ د هغه پر دوکان په شوې حمله کې د هغه دوه ساتونکي پولیس سرتېري وژل شوي دي.

"له کوره دې سره جنډه کوزه کړه!"


رزاق بونیری وایي له پخوا راهیسې په سیمه کې د خېر ښیګڼې کارونه کوي خو له هغه وخت راهیسې چې یې په ټاکنو کې برخه اخیستې ده، ورته د وسله والو طالبانو په نامه نامالومه کسان ټیلیفونه کوي او یو نیم کروړ روپۍ ترې غواړي.

((په تېر شوي الیکشن کې له پي ایس ۹۱ [د سېند اسمبلۍ څوکۍ] ما د عوامي نیشنل پارټۍ په ټېکېټ برخه اخیستې ده. تر هغې وروسته ما ته د قلنګ لپاره دړکې پیل شوې دي. ما ته د پاکستان او افغانستان له نمبرو ټیلیفونونه کېږي او راته وایي چې زه د طالبانو د ملاکنډ نماینده یم. تا په الیکشن خرچه کړې ده موږ ته یو نیم کروړ روپۍ جرمانه راکړه او سره جنډه له کوره کوزه کړه.))

د کراچۍ یوه لوړ پوړي پولیس افسر د نوم نه ښودو په آړ مشال راډیو ته ویلي د کراچۍ مشرقي برخو ترڅنګ په بلدیه ټاون کې هم ګڼ شمېر وسله والې ډلې شتون لري، چې د کاروباري خلکو او کارخانو له مالکانو په پیسو اخیستو کې ککړ دي.

یوازې بونیری نه، ګڼو مشرانو ته د اې اېن پي پرېښودو ویل شوي


د عوامي نیشنل ګوند رهنما سینېټر شاهي سید وایي یوازې رزاق بونیری نه بلکې د دوی د ګوند ګڼو مشرانو ته د باج او پیسو ورکولو ټیلیفونه او پرچې لېږدول شوي دي او د انکار په صورت د دوی یو شمیر غړي وژل شوي هم دي.

د ده په خبره، د پیسو لپاره د ټیلیفونونو کوونکو په سلګونو شمېرې یې امنیتي ادارو ته ورکړې دي خو تر اوسه د یوه تن پر ضد هم قانوني کارروایي نه ده شوې:

((ټولو متعلقه ادارو ته موږ ته د کلنګ او [ګواښونو ورکوونکو] په سلګونو نمبرې ورکړې دي خو تر اوسه امنیتي ادارو یو تن هم نه دی نیولی. نور خلک جلسې جلسونه کوي خو موږ وړه شان سیاسي سرګرمي هم نشو کولای، د دې د پاسه زموږ د پارټۍ په ملګرو حملې کېږي او ورته ویل کېږي چې (اې اېن پي) پارټي پرېږدئ.))

عبدالرزاق بونیری وایي په تېرو دوو میاشتو کې پر ده څلور مرګونې حملې شوي دي.

بونیری له کراچۍ هجرت کوي


د ده کاروبار تباه شوی دی او دی نور په کراچۍ خپل ځان خوندي نه احساسوي او غواړي له دې ښاره کډه وکړي:

((موږ خو مقابله کوله. خو اخر سړی بې وسه شي. ادارې څه نه کوي او داسې ښکاري لکه دغه وسله وال چې په کراچۍ کې له امنیتي ادارو هم زیات مضبوط وي. په کور، کاروبار او په لار کې راته ځان محفوظ نه ښکاري. یو ځل یې راته د کور په ګېټ پسې څلور کیلو بم وتړه، دوه ځل یې راته د کاروبار پر ځای بمي حملې وکړې. پرون (د جنورۍ شپږمه) یې راته دوه ساتونکي ووژل. مجبور یم چې هجرت وکړم او ښار پریږدم.))

بلې خوا ته د کراچۍ پولیسو مشر شاهد حیات مشال راډیو ته ویلي، دوی په کراچۍ کې بې طرفه عملیات پیل کړي دي او په وژنو او پیسو اخیستنې کې ککړ په زرګونه کسان یې نیولي دي.

دی زیاتوي، د کراچۍ په یو شمېر برخو کې لا هم هغه عناصر شتون لري چې پر ضد یې عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG