د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې په ځانمرګي برید کې درې پولیسان وژل شوي دي


غزني - د دوشنبې پر ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر يوه پوسته ځانمرګی بريد شوی دی چې پکې درې پولیسان وژل شوي دي.


دغه ځانمرګی بريد مازیګر د څلورو بجو په شاوخوا کې د اندړو ولسوالۍ په سردار کلا سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر يوه پوسته شوی دی، چې پکې درې تنه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

په دغه بريد کې پینځه تنه ماشومان او دوه ښځې هم ټپيانې دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل کېږي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال تر بريد وروسته مشال راډيو ته وويل، مخکې تر دې چې ځانمرګی بريد کوونکی پوستې ته ورسېږي، پر لاره پر يوه پوليس ډزې کړې، خو ځانمرګي هغه په تمانچه (تفنګچه) ويشتی او موټر يې له پوستې سره ټکر کړی دی.

((يوه ځانمرګي ټونس په ماينونه بار کړی وو او د پوستې پر خوا یې ور روان کړی وو، خو يوه پوليس چې ليدلی چې موټر ډېر تېز د پوستې خوا ته ورځي نو يې ډزې پرې کړې دي، خو له مقابل لوري هم ډزې پرې شوې دي او پوليس يې ټپي کړی دی، وروسته ځانمرګي خپل موټر له پوستې سره ټکر کړی چې پکې درې تنه پولیس وژل شوي، دوه ټپيان شوي او پر دې برسېره دوه ښځې او پنځه کوچنيان هم ټپيان دي.))

د بريد مسووليت وسله وال طالبان مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، دغه بريد د محمد رحيان په نامه د غزني د ناوې ولسوالۍ يوه اوسېدونکی کړی او پکې يې ۲۷ سيمه‌ييز پوليس وژلي دي.

تر دې وړاندې په دغه ولسوالۍ کې د واده پر يوه موټر چاودنه شوې وه، چې پکې تر ۲۰زياتې ښځې او ماشومان مړه او ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG