د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو قومندان په کوټه کې وژل شوی دی


کلات - د زابل ولايت چارواکي وايي، د طالب وسله والو يو بل مشر هم په کوټه کې وژل شوی او هلته خاورو ته سپارل شوی دی.


چارواکي وايي، د طالبانو دغه وژل شوی قومندان ملا سليم نومېده او د زابل د مېزانې ولسوالۍ لپاره طالبانو ولسوال ټاکلی وو.

د چارواکو په خبره، دی څو ورځې وړاندې ويشتل شوی وو او پرون يې د کوټې ښار په يوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د دوشنبې پر شپه مشال راډيو ته وويل: ((ملا سليم نه يوازې د مېزانې لپاره د طالبانو ولسوال وو، بلکې له کوټې به يې هر وخت لسګونه وسله وال له ځان سره وروستل او هلته به يې له هغوی سره په ګډه پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه کول.))

دی وايي، ملا سليم د دوشنبې پر ورځ له پولې هغې خوا ته د بلوچستان (یا جنوبي پښتونخوا) د کچلاغ په لنډي کلي کې خپلو ملګرو خاورو ته سپارلی دی.

((دغه خبر موږ ته رسېدلی دی چې ملا سليم په کوټه کې د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی او بيا په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی، خو هلته يې ساه ورکړې ده، دی بيا په لنډي کلي خاورو ته سپارل شوی دی.))

غلام جيلاني فراهي وايي، داسې راپورونه هم ورته رسېدلي دي، چې په کوټه کې طالبانو خپل څو تنه جنګيالي هلته د خپلو مشرانو د وژلو په تور په دار ځړولي دي.

تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دی ويلي.

څو ورځې وړاندې هم د زابل چارواکو ویلي ول چې په کوټه کې د طالبانو يو بل پېژندل شوی قومندان او د کوټې د شورا غړی مولوي نورالله نامالومه وسله والو وژلی چې وروسته په زابل کې خاورو ته سپارل شوی وو.
XS
SM
MD
LG