د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: په درغلیو د صندوقونو ډکولو ته اجازه نه ورکوو


د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو مشران او سپینږیري وايي، چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو د شفافیت په کار کې به په خپله قومونه مرسته وکړي او د ولسي حرکت له لارې به د ټاکنو په لاره کې شته خنډونه له منځه وړي، دوی د افغان امنیتي ځواکونو څخه هم خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ.

د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو مشران او سپین ږیري وايي، چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو د شفافیت په کار کې به په خپله قومونه مرسته وکړي او د ولسي حرکت له لارې به د ټاکنو په لاره کې شته خنډونه له منځه وړي، دوی د افغان امنیتي ځواکونو څخه هم خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ.


د خوست قومي مشرانو وویل، که چیرې افغانان خپل منځي یووالۍ او باور وساتي، اداري فساد له منځه یوسي، له خپلو وسلوالو ځواکونو ملاتړ وکړي، نو د ۲۰۱۴ کال له پیله د خلکو سره د امنیتي اړخه موجودې اندېښنې له منځه ځي.

هغوی وویل، دا ځل قومونو او ولسونو هوډ کړی، چې د رڼو او شفافو ټولټاکنو پر وړاندې د پرتو خنډونو په له منځه وړولو کې به مرسته کوي او نه پریږدي، چې د ټاکنو په بهیر کې د کوم چا په ګټه په درغلیو صندوقونه ډک کړي.

یاد مشران او سپینږیري چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د قومونو پیوستون شورا په انګړ کې راغونډ شوي ول، د نوموړی شورا رئیس الحاج غازي نواز تڼي مشال راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې که څوک ناراضه وي نو له ملکي حکومت نه به خفه وي، خو د خپلو امنیتي ځواکونو نه خوابدي نه لري، هغه د مشرانو په استازیتوب دا هم وویل، چې دا ځل په خپله ولسونه د ټاکنو پر وړاندې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو هوډ لري:

((خلک په دې پوهیدلي دي، چې خارجیان افغانستان نه ساتلی شي او نه يې پاللی شي، نو افغانان، قومونه او ولسونه د خپلو پوځي ادارو نه ملاتړ کوي، که خلک خفه دي، هغه د ملکي ادارې نه خفه دي، هغه د حکومت نه خفه دي، نه د امنیتي ځواکونو نه.

امنیتي ځواکونه زموږ بچیان دي، زموږ وروڼه دي، د خاورې ساتونکي دي، د دوی نه قومونه او ولسونه په مطلق ډول باید ملاتړ وکړي، بل دلته انتخابات راروان دي، نن دې قومونو تصمیم ونیو، چې په ټاکنو کې به په پراخه کچه ګډون کوي، او د قومونو او ولسونو په زور به د انتخاباتو پر وړاندې پراته خنډونه له منځه وړي.))


د منګلو د قومونو په استازیتوب یو تن قومي مشر وویل، زموږ په هېواد کې اداري فساد او په خپلو کې د تفاهم او همغږي نه شتون اساسي ستونزه ده نه ۲۰۱۴ کال:

((که چیرې د الله رضا وه او د افغانانو تر منځ ملي یووالي او اتحاد تامین وي او یا تامین شي، یا په هغې کې ستونزې نه وي، انشاالله موږ به د خپلې خاورې نه ډېره ښه دفاع وکړای شو، موږ ته ۲۰۱۴ کال ستونزه نه ده، زموږ پر وړاندې ستونزه اصلاً اداري فساد دی او په خپلو منځو کې د همغږۍ نشوالۍ مهمه ستونزه ده.))

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشر حاجي احمدګل وویل، افغان امنیتي ځواکونه اوسمهال هېواد څخه د مستقلانه دفاع او ساتنې وړتیا لري، هغه وویل په راتلونکیو ټاکنو کې به هېچاته د درغلیو له لارې د رایه ورکونې د صندوقونو د ډکولو اجازه ورنکړي:

((یو خارجی عسکر هم که په افغانستان کې نه وي، دا د افغانانو خاوره ده او افغانان به يې ساتي، زموږ سرحدي پولیس، ملي پولیس، محلي پولیس او ملي اردو دا ټول ډېر قوي دي او موږ يې تر شاه ولاړ یو.

تېر انتخابات ښه نه وو، هېڅ شفافیت په کې نه وو، دا ځل خلک دې مسلې ته متوجه دي، دا شفافیت به دا ځل موږ راولو، قومونه به يې راولي، موږ مشران به يې راولو، موږ به په هره ولسوالۍ کې ودریږو، که څوک ګوته نه شنه کوي او ووټ نه اچوي، کارت رانوړي او ويې نه کاروي، موږ يې ونه وینو، په ډاډ سره چې صندوقونه به نه ډکیږي، په دې اړه موږ د خوست خلکو کلک هوډ کړی دی.))


ټاکل شوې، په افغانستان کې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو له پاره ټاکنې د راروان لمریز کال د وري په ۱۶مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG