د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د پروېزمشرف راتلونکی به عدالت ټاکي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
اسلام اباد: د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د دې ملک د پخواني پوځي ولسمشر پرويز مشرف د غدارۍ مقدمې په اړه ويلي دي دي چې دا پريکړه به عدالت کوي چې پروېز مشرف د ۲۰۰۷م کال د نومبر پر دریمه نېټه پورته کړی ګام آیني وو او که نه او ایا دا ګام د آیین د شپږم ارټيکل په دايره کې راځي او که نه؟

په اسلام اباد کې له د وزيراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نواز شریف یو شخصي ټلویزیون ته ویلي چې د پرویز مشرف د غدارۍ مسله په عدالت کې روانه ده او دی په دې اړه نور څه نه شي ویلای.

د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف
د سياسي چارو کار پوه قريش خټک وايې وزيراعظم چې د غدارۍ د مقدمې په اړه څه ویلي دي هغه قانون او ايین ته جوړه خبره ده او اوس فېصله کول د عدالت کار دی.

د پرويز مشرف يو وکيل وايي چې دا د نوموړي په روغتیايي حالت پورې تړلې ده چې هغه به عدالت ته حاضر شي او که نه. پر پرویز مشرف د غدارۍ د مقدمې اوريدنه به د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا کېږي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG