د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بې وزله ځوانانو د زده کړو یو بل چانس تر لاسه کړ


د ښوونځیو او لوړو زده کړو د موسسو زده کوونکي په ژمنیو رخصتیو کې د زده کړو په کورسونو او پروګرامونو کې داخلې کوي او په خپلو شخصي لګښتونو سره زیاتره د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې زده کړې پرمخ بیايي.

د ښوونځیو او لوړو زده کړو د موسسو زده کوونکي په ژمنیو رخصتیو کې د زده کړو په کورسونو او پروګرامونو کې داخلې کوي او په خپلو شخصي لګښتونو سره زیاتره د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې زده کړې پرمخ بیايي.


د زده کړو سره د ځوانانو مینې او لیوالتیا ته په کتو اوسمهال یو شمېر مدني بنسټونو هم د ځوانانو د تعلیم له پاره پروګرامونه ترتیب کړي دي، چې په خوست کې د هغو څخه یو هم هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ دي، نوموړي بنسټ هغه ځوانانو ته چې بې وزله او غریبانان دي، د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

جالبه دا ده، چې دا ځل د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د شپږ میاشتنیو کورسونو مالي لګښتونه، چې په کې به ۷۵۰ تنه زده کوونکي او محصلان زده کړې کوي د خوست دوه تنه احساس لرونکي ځوانان لطیف ژوندی او شېرنواز حقمل پر غاړه اخیستي دي.

شېرنواز حقمل د شنبې په ورځ مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې پروګرام څخه يې هدف د ځوانانو ښه روزنه ده، تر څو دوی خپل هېواد ته د ښه خدمت کولو جوګه شي:

((ما او لطیف ژوندي، چې هغه د هېواد ملي سوداګر دی، د دغو ځوانانو له پاره چې تعداد به يې اونیم سوه کسانو ته ورسیږي، د کورسونو مالي لګښت يې موږ پر غاړه اخیستی دی، تر څو دا ځوانان ښه وروزل شي او په راتلونکې کې خوست ولایت او افغانستان ته د ښه خدمت جوګه وګرځي.))

په نوموړي پروګرام کې د ګډون له پاره اتلس سوه تنه ځوانان د خوست په ملي لوبغالي کې راټول شوي ول، د هغو نه دوه تنه زده کوونکيو خپل نظرونه راسره داسې شریک کړل:

((۱-زه شریف الله نومېږم، د دولسم ټولګي نه فارغ یم او د لټکو د سیمې اوسیدونکی یم، زه ډېره مننه کوم، چې د غریبانو او ضعیفو خلکو له پاره دغه پروګرام په لاره اچول شوی دی، تر څو په کې ځوانان د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې وړیا زده کړې وکړي.

۲-زما نوم تحصیل خان دی د کونډیو د صحرا اوسیدونکی یم، موږ نشو کولای په خپل شخصي لګښت باندې کمپیوټر او انګلیسي ووایو، افغانستان دې له پاره چې نړیوالو سره سیالي وکړي، موږ نه یوازې په دې برخو کې بلکې په هره برخه کې ډېرو زده کړو ته اړتیا لرو، تر څو افغانستان ته خدمت وکړو او دا یوه اړتیا ده چې باید دا زده کړو.))


د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار وايي، چې ریاضیاتو او ساینسي مضامینو زده کړې هم باید له پامه و نه غورځول شي، ځکه د کانکور په ازموینو کې ریاضیات او ساینسي مضمونونه ډېر ارزښت لري:

((غوښتنه مې دا ده، چې دوی دې یوازې په دې باندې بسنه نه کوي، چې دوی د کمپیوټر او انګلیسي په برخه کې يې کورسونه جوړ کړل، باید په ریاضیاتو او ساینسي مضامینو کې هم کورسونه دایر کړي، تر څو زموږ د خوست زده کوونکي هم د انګلیسي او کمپیوټر له اړخه، هم د ریاضیاتو له نګاه نه او هم د ساینس له نګاه نه، چې د کانکور په ازموینه کې عمده رول لوبوي، پوره زده کړې وکړای شي.))

د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ مشر ولي مت خان خادم د پوهنې رئیس غوښتنې ته په کتو وايي، چې دوی په ښار او ولسوالیو کې د ساینسي مضامینو له پاره هم د کورسونو جوړول په پام کې دي:

((د څلورمې دورې له پاره د خوست د بې وزله ځوانانو له منځه ازموینه اخیستل کیږي، هڅه مو داده او کوښښ مو دا دی، چې په دې ژمنیو رخصتیو کې په لېرو ولسوالیو کې هم د ساینسي مضامینو څانګې خلاصې کړو، هغه ځوانان چې د خوست ښار ته رسیده ګي نه شي کولای، له مرکزه په لیرې واټن کې پراته دي، نو هلته به نږدې له هغو درسونو نه استفاده وکړي.))

د نظر خاوند روح الله امین د یادو ځوانانو دا اقدام، چې د دې پروګرام مالي لګښتونه يې پر غاړه اخیستي دي ستايي او غوښتنه کوي، چې نور احساس لرونکي مالداره کسان دې هم ورته اقدام وکړي :

((داسو بې وزله ځوانانو ته چې هغوی غواړي کمپیوټر زده کړي، او پیسو وس نه لري، چې په ښار کې کورسونه پرې تعقیب کړي، دوی ورته زمینه مساعده کړه، ډېر نیک او پر ځای اقدام دی، غوښتنه مې دا ده، چې نور مدني بنسټونه او بااحساسه ځوانان او هغه خلک چې خدای پاک ورته مادي شتمني ورکړې ده، دې ته ورته اقدام وکړی او دا به ډېرې ښې پایلې ولري.))

د یادونې وړ ده هېوادپال ځواک تر دې مخکې هم درې زره تنه بې وزله ځوانان په شپږ میاشتنیو کورسونو کې په وړیا توګه روزلي دي.
XS
SM
MD
LG