د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په بلوچستان کې د بلوڅو وسله والو اویا تربیتي کيمپونه دي'


په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو مشر اعجاز شاهد
په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو مشر اعجاز شاهد
کوټه: په بلوچستان کې ملیشه ځواکونو مشر اعجاز شاهد وايي ؛ په صوبه کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو شاوخوا اویا کمپونه موجود دي، چې په کې وسله والو ته ټريننګونه ورکړل کېږي.

د ملیشه ځواکونو مشر يا آيي جي ایف سي میجر جنرل اعجاز شاهد وايي د بلوڅو بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې لا هم د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې فعاله دي، او له شپېته بیا تر اویا پورې کيمپونه لري، چې دده په خبره په هغوي کې وسله والو ته ټريننګونه ورکړل کېږي. د اعجاز شاهد په خبره دا کمپونه چې په دوبي کې یو ځای او په ژمي کې بل ځای وي، ختمول يې لږ څه ګران کار دی خو زیاتوي که اولس ورسره ملاتړ وکړي، نو ډېر ژره به سیمه له ترهګرو څخه پاکه کړي.

د صوبه کې د ملیشه ځواکونو مشر په يوه خبري غونډه کې وویل ً په بلوچستان کې دا فراري کيمپونه لا هم موجود دي. او که تاسو په چاپي رسنيو کې وګورئ نو همدا وسله والې ډلې دي، چې هره ورځ پر ځواکونو د بریدونو مسوولیت قبولوي. په همدې فراري کيمپونو کې اوس هم خلک تربيه کېږي، او تردې وروسته بیا همدا کسان په ځواکونو بریدونه کېږيً.

د ورکو بلوڅانو د پیدا کولو او خوشي کولو لپاره کارکوونکی ماما قدیر بلوڅ
د ورکو بلوڅانو د پیدا کولو او خوشي کولو لپاره کارکوونکی ماما قدیر بلوڅ
د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې لا هم امنيتي ځواکونه توانېدلي نه دي، چې همدا کيمپونه له منځه يوشي. د ملیشه ځواکونو مشر وویل ًد همدې دوه لاملونه دي، چې یو هم له دوي سره د سرتېرو کمی او بل بیا د بلوچستان لرې پرې سیمې دي، چې هلته تګ او راتګ ددوي لپاره ستونځمن کار دیً.

د ویلو وړ ده چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو بلوڅ مېشتو سیمو کې ځينو بلوڅ ملتپالو د پاکستاني حکومت پر ضد وسله واله مبارزه پېل کړې او وايي تر هغه به جنګېږي، چې خپله صوبه يې له پاکستانه جلا کړې نه وي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره د کارکوونکي سازمان مشران وايي چې تر اوسه په زرګونه داسې بلوڅان ورک دي چې زیاتره یې ځوان سیاسي کارکنان دي. د یاد سازمان مشران وايي چې دا ټول کسان د پاکستان جاسوسي او امنیتي ادارو تښتول دي. خو دا ادارې د دوی دا تور نه مني.
XS
SM
MD
LG