د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې به د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته څه پېښ شي؟


د کاناډا چاپ ګلوب اېنډ مېل خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې په افغانستان کې به د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته څه پېښ شي یو مطلب خپور کړی.

د کاناډا چاپ ګلوب اېنډ مېل خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې په افغانستان کې به د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته څه پېښ شي یو مطلب خپور کړی.

د مطلب په یوه برخه کې راغلي، دا ورځې او شپې د اکثرو نړیوالو لپاره یو نوی پیل دی؛ خو د افغانستان لپاره د یوه پای پیل دی؛ ځکه له وسله والو طالبانو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو ځواکونو دولس کلنه ژمنه پای ته رسېږي؛ په دې معنی چې، شاوخوا یوپنځوس زره امریکايي پوځیان له هغه کړکېچ څخه وتلو ته تیاري نیسي چې؛ د نورې خرابۍ پر مورګو ولاړ دی.

د ګلوب اینډ مېل مطلب زیاتوي؛ د افغانستان ماموریت د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد او د کاناډا لپاره چې نژدې دېرش زره سرتېرو یې د نهه نیم کالو په ترڅ کې په افغانستان کې دنده درلوده له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر ماموریت و.

خپرونه لیکي، په دې جګړه کې د ۲۰۱۰ کال ترپایه د کاناډا ۱۵۸ پوځیان او څلور ملکيان ووژل شول. د ورځپاڼې په وینا، دا شوم ارقام د دې پوښتنې د ځواب یوه برخه ده چې؛ ولې د افغانستان راتلونکی لاهم مهم دی.

ګلوب اینډ مېل وړاندې لیکي چې؛ په افغانستان کې د کاناډا ماموریت که څه هم پای ته رسېدلی؛ خو لاهم دومره اهمیت لري چې، د دې هېواد راتلونکې او دې حقیقت ته چې، څه ورته په انتظار کې دي کتنه وشي.

ګلوب اېنډ مېل خپرونه وړاندې زیاتوي؛ ولسمشر حامد کرزي د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي موافقې له لاسلیک څخه چې امریکايي ځواکونو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي؛ ډډه وکړه.

خپرونه لیکي، ولسمشر کرزی نوي شرایط وړاندې کوي؛ چې هغه ومنل شي، نور نوي شرطونه ږدي او وايي، ښه دا ده چې دا موافقه د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي.

د ګلوب اینډ مېل په وینا، امکان لري، انتخابات هغه څوک وګټي چې د کرزي د تایید وړ وي او حتی دا احتمال هم شته چې؛ د ده ورور قیوم کرزی راتلونکی ولسمشر شي.

فارن پالیسي خپرونه په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د شپاړلسو ملکي افغانانو په وژنه د تورن امریکايي سرتېري "رابرټ بېلز" محاکمې ته اشاره کوي او لیکي، امریکایی عدالت په افغانستان کې ډېر هم د درک وړ نه دی.

خپرونه لیکي، په افغانستان کې چې د عدالت تطبیق او درک ترډېره د دودونو له مخې کېږي؛ د حقوقي مسایلو په اړه پوښتنې بې ګټې دي؛ په داسې حال کې چې په امریکا کې په دې اړه تصور او د کړکېچ د حل لارې د افغانستان له دودیزو طریقو څخه خورا زیات توپیر لري؛ نو ځکه د فارن پالیسۍ په وینا، کله چې د بېلز په څېر په افغانستان کې په جرایمو تورن کسان محاکمه کېږي؛ نو ډېر وخت قربانیانو او د هغو کورنیو ته دا احساس پیدا کېږي چې؛ حقیقي عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.

فارن پالیسي زیاتوي، متحدایالات باید دا مساله په پام کې ونیسي؛ چې په افغانستان کې د ناټو له حضور څخه د وروسته حالت د پرمختګ لپاره د افغانانو له نظره د عدالت درک دوی ته خورا مهم دی.

د بېلز محاکمه د خپرونې په وینا د دې اختلافي مورد د اهمیت د انعکاس لپاره خورا زیات مهم دی چې امریکا د افغانانو د دودونو په رعایت کې که څه هم د محاکمې په جریان کې یې د هغو استازیتوب کاوه پاتې راغلې او یو زیات شمېر افغانانو ته دا تصور پیدا شو چې امریکایان د خپلو جنایتکارانو ژوند د بېګناه افغانانو د ژوند په پرتله غوره ګڼي.
XS
SM
MD
LG