د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م سازمان په ۲۰۱۴ کې له سخت بشري بحران سره مخامخ کیږي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشرې والري آموس د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل دا سازمان په ۲۰۱۴م کال کې له یوه سخت بشري بحران سره مخامخ کیږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشرې والري آموس د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل دا سازمان په ۲۰۱۴م کال کې له یوه سخت بشري بحران سره مخامخ کیږي او دا ځکه چې په نړۍ کې په میلونونو انسانان د روانو جګړو له امله زیانمن شوي او کیږي.


آموس چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله هم ده خبریالانو ته یې وویل، ۲۰۱۳م کال له ستر بشري بحران سره ختم شو او په دغه کال کې په سوریه، فلیپین او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې بشري مرستو ته ډیره سخته اړتیا وه.

د آموس په وینا، یوازې په سوریه کې ۹ اعشاریه درې میلونه کسان د جګړو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړشوي چې په دوی کې شپږنیم میلونه د هېواد په داخل کې بې کوره او بې سرپناه ژوند کوي.

له درېیو میلونو زیات سوریایان د سیمې هیوادو ته مهاجر شوي چې؛ خوړو، سرپناه او روغتیایي مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشرې زیاته کړه شاوخوا ۱۴ میلونه خلک په فلیپین کې د سمندري توپان له امله زیانمن شوي او د ژوندي پاته کېدو لپاره د ملګرو ملتونو مرستو ته اړ دي. دغه راز د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د جګړو له امله بې ځایه شوي اته لکه کسان مرستو ته اړتیا لري چې په دوی کې پنځه لکه په ۲۰۱۴م کال کې له لوږې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشرې وویل، ملګرو ملتونو په ډسمبر میاشت کې له مرستندویه هېوادو څخه وغوښتل چې د ۲۰۱۴م کال لپاره دې له دغه سازمان سره ۱۲ اعشاریه ۹ میلیارده ډالره مرسته وکړي؛ تر څو دوی وکړای شي، په ۱۷ هېوادو کې له ۵۲ میلونو اړو کسانو سره مرسته وکړي.

والري آموس وویل، د جنوبي سوډان په شخړو کې په دې وروستیو اونیو کې شاوخوا یو لک او څلور نوي زره کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او ۵۷ زره یې د هېواد په داخل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په اډو کې ځای پرځای شوي دي.

آموس زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان به په ۲۰۱۴م کال افغانستان، میانمر، هیتي، کانګو، مالي او سومالیا ته مرستې ورسوي.

دې وویل، ۲۰۱۳م کال د نړیوالو بشري مرستو لپاره یو ریښتینې آزمیښت و او ۲۰۱۴م کال به هم زیات توپیر ونه لري او په دې توګه د ملګرو ملتونو او دوستانو مرستو ته زیاته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG