د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ په اسیا کپ کې شامل شو


د افغانستان د کرکټ د مینه والو یو پخوانی عکس
د افغانستان د کرکټ د مینه والو یو پخوانی عکس
د اسیا د کرکټ جرګې پرېکړه کړېده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکې اتلولي (ټورنامنټ) کې برخه اخلي.

دا پرېکړه د شنبې په ورځ د اسیا د کرکټ د جرګې په هغه غونډه کې شوېده چې د سري لنکا په پلازمېنه کولمبو کې تر سره شوه.

د اسیا د کرکټ جرګې ویاند شهریارخان مشال راډیو ته د دې خبر پخلی وکړ او ویې ویل چې که څه هم تر اوسه د لوبو مهال وېش (جدول) نه دی تیار شوی خو هر یو هیواد لکه افغانستان ، پاکستان ، هند ، سري لنکا او کوربه بنګله دېش به ټول یو له بل سره لوبه کوي.

شهریارخان وویل ً د اسیا کپ لوبې به د فرورۍ پر څلرویشتمه نېټه پیلېږي او د مارچ تر اتمې نېټې به دوام لري. دا تر اوسه نده مالومه کړل شوې چې کوم هیواد به پر کومه نېټه له کوم هیواد سره لوبه کوي خو دا څرګنده ده چې هر هیواد به لږ تر لږه څلور لوبې کويً.

په بنګله دېش کې د روانو کړکېچنو سیاسي حالاتو له کبله په دې اړه اندېښنې موجودې وې چې ایا د هلته به د کرکټ د اسیا کپ د لوبو کېده ممکن وي او که نه؟

خو د اسیا د کرکټ جرګې په غونډه کې دا پرېکړه هم شوېده چې د اسیا کپ کوربه به له ټاکل شوي مهال وېش سره سم بنګله دېش وي.

د یادې شورا ویاند شهریار خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل ً نن د سري لنکا په کولمبو کې د اسیا کرکټ کونسل په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کرکټ اسیا کپ به د فرورۍ له څلرویشتمې نېټې په بنګله دېش کې پیلیږيً.

دا به نه یوازې لومړی ځل وي چې افغانستان په اسیا کپ کې لوبې کوي بلکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې هیڅ کله هم د کرکټ د پنځوسو اورونو په داسې ټورنامنټ کې برخه نه ده اخیستې چېري چې د کرکټ پوره غړیتوب لرونکي هیوادونه لکه پاکستان ، هند ، سري لنکا او داسې نور هم شامل وي.
XS
SM
MD
LG