د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: په باچاخان واټ لوحې ولګول شوې


له کابل څخه د افغانستان د ملي تحريک يو پلاوی جلال اباد ته راغلی و چې د باچاخان په مزار د کمپليکس د جوړيدو چارې يې له نيږدې وکتلې او هم يې د باچاخان په نومول شوي واټ لوحې ولګولې.

له کابل څخه د افغانستان د ملي تحريک يو پلاوی جلال اباد ته راغلی و چې د باچاخان په مزار د کمپليکس د جوړيدو چارې يې له نيږدې وکتلې او هم يې د باچاخان په نومول شوي واټ لوحې ولګولې.


دغه پلاوی چې د استاد اسمعيل يون په مشرۍ کې جلال اباد ته راغلې و، د ننګرهار د مرستيال والي او اطلاعات او فرهنګ رياست چارواکو په وړاندې يې د فخرافغان باچاخان په واټ لوحې ولګولې.

د لوحو د لګولو پرمهال د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د ملي تحريک له غړو مننه وکړه چې د باچاخان په نومول شوي واټ يې لوحې ولګولې.


(( دلته زموږ د خان عبدالغفارخان د پښتنو د ستر مشر مقبره ده چې هغه د کوز او برو پښتنو يو نوميالی مشر و. دا چې د هغه په يوه کمپليکس جوړيدو باندې دلته کار دی، بعضې دوستان راځي او د اشر په دود په کې کارونه هم کوي. کوم واټ چې د فخر افغان په نوم نومول شوی دی، موږ وليدل چې د دې لپاره لوحې د ملي تحريک له خوانه ولګول شوې چې موږ له دوی نه د زړه له کومې مننه کوو.))

د ننګرهار د اطلاعاتو امر شيرشاه همدرد وويل: که د باچا خان لاره تعقيب کړی شي، بيا به څوک پښتون ته القاعده او دهشت ګرد ونه وايي:


(( نن چې پښتنو ته خلک ترهه ګر وايي، يا القاعده وايي يا ځيٍنې نور تورونه پرې لګوي، خلکو د باچاخان فلسفه نه ده لوستې. که د باچا خان فلسفه ولولي، بيا خلک دې لوی او عظيم قوم ته ترهه ګر نه وايي. نو زما هيله داده چې د باچاخان د فلسفې د ځلونۍ لپاره، د هغه د ځلونې لپاره د خورولو لپاره او په خلکو کې د ترويجولو لپاره هم ډير کار وشي.))

د ملي تحريک مشر استاد اسمعيل يون وويل د دوی د تحريک هدف دا دی چې د افغانستان د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره به کار کوي.

(( د افغانستان د ملي تحريک يو هدف دا و چې د افغانستان ملي او اسلامي ارزښتونه وځلول شي، وپالل شي، د دې لپاره په چټکه توګه مبارزه روانه ده، ډيره ښه نتيجه يې ورکړې ده. نن تاسو وليدل چې د باچاخان دا واټ چې په رسمي توګه د دولت لخوا نومول شوی و، لوحه يې نه لرله، څو لوحې دلته جوړې شوې د ملي تحريک له خوا دا نصب شوې، مرستيال والي دلته تشريف راوړو، موږ ټول په يوه واټ کې ټول ولاړ يو، دې همکارۍ ته به دوام ورکوو او ټول به په ګده د افغانستان د ملي او اسلامي ارزښتونو لپاره کار کوو.))

د لوحو تر لګولو وروسته دغه پلاوي د باچاخان له مزار نه ليدنه وکړه. په مزار د کرمۍ ايجنسۍ د پاړه چنار اوسيدونکی ډاکټر يوسف علي چې د جلال اباد ښار په الشفا معالجوي روغتون کې کار کوي، خپل احساسات له مشال راډيو سره څه دا رنګه شريک کړل.


(( باچاخان فخر افغان په ۱۳۴۸ م کال په کابل خوشحال خان ليسه کې په دا خپلو اوږو باندې وړی دی. فخر افغان سره ټول پښتانه مينه لري، هغه که لر دي او که بر دي. پښتون ټول يو وجود دی او داسې نه بيليږي لکه اوبه چې په ډانګ نه بيليږي، د دوی درد مشترک دی، غم يې مشترک دی، کلتور يې مشترک دی. اوس يې کار دا دی پر مخ روان دی، زما هم دا ارزو وه چې په دې باندې سهي مزار جوړ کړلی شي.))

د باچا خان د کمپليکس د جوړيدو څارونکي بلال وايي: په راتلونکو پينځو مياشتو کې به په مزار د کمپليکس د جوړيدو چارې بشپړې شي.

(( دې کې موږ دا دوه چته واچول، اوس په دريم چت باندې شروع کوو، نقشه يې راغلې ده. او لاندې زينې مو شروع کړي دي او کوشش کوو چې په څلور پينځو مياشتو کې دا کار مکمل شي.))

دی وايي چې په کمپليکس کې په مزار د ګنبدونو جوړول، جومات او کتابتون شامل دي چې له هغې وروسته به د مزار لمرپريواته ته د ميلمستون د جوړيدو چارې پيليږي او د بابا پخواني کور د موزيم لپاره رغول شوی دی.
XS
SM
MD
LG