د لاسرسي ځای

تازه خبر

'رڼو او شفافو ټاکنو سره سیاسي او ټولنیزې ناخوالې ختمیږي'


په خوست کې د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړي وايي، چې رڼې او شفافې ټولټاکنې کولای شي، په افغانستان کې موجودو سیاسي او ټولنیزو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

په خوست کې د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړي وايي، چې رڼې او شفافې ټولټاکنې کولای شي، په افغانستان کې موجودو سیاسي او ټولنیزو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي، هغوی د ټاکنو له خپلواک کمیسیون همدارنګه د یاد بهیر څخه د نورو ملي او نړیوالو څارونکو غوښتنه کوي، چې هېچاته د دې اجازه ورنکړي، چې په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې وکړي.


په خوست کې د یو شمېر مدني ټولنو غړي او د ټولنیزو سازمانونو فعالان وايي، چې د تېرو وختونو په په پرتله اوسمهال په خلکو کې د ټاکنو په اړه د پوهاوي او درک کچه لوړه شوې او ښايي د خلکو ګډون په دې ملي بهیر کې د پام وړ وي.

هغوی وايي، که چیرې د ټاکنو مرتبطې ادارې او نور ملي او نړیوال څارونونکي د ټاکنو د بهیر د شفافیت نه په ښه توګه څارو کړي، نو افغانستان به د شته سیاسي او ټولنیزو ناخوالو نه راووځي، خو که د خلکو رایې او نظر ته درناوی ونه شي، نو ممکن افغانستان تر دې زیات له کړکېچن حالت او ستونزمنو پړاونو سره مخامخ شي.

د خوست د ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار مشال راډیو سره په خبرو کې وايي، چې د ټاکنو په باب اوسمهال د خلکو د پوهې او درک کچه لوړه شوې ده، خو لازمه دا ده چې شفافو او رڼو ټاکنو ته زمینه جوړونه وشي، له هغې پرته به دا هېواد د لا زیاتو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ شي.

((دا د خوست او ټول افغانستان له پاره ډېره د ارزښت خبره ده، چې زموږ ځوانان د ټاکنو په ارزښت وپوهېدل، خو شرط په کې دا دی، چې د انتخاباتو کمیسیون خپل شفافیت او بې طرفي څرګنده کړي، موږ له اوسه د ټاکنو په کمیسیون کې ځنې ستونزې وینو او اندېښنه لرو، چې خدای مکړه داسې ونه شي، چې زموږ د ځوانانو او هېوادوالو رايې د خاورو سره ګډې شي، په مقابل کې يې څوک جعلي رايې ونه کاروي، که شفافې ټاکنې ونه شي، نو افغانستان به بیا د بدبختۍ او مشکلاتو لورته ولاړ شي.))

د مدني ټولنې فعال قمرخان کامران وايي، چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون او نور ملي او نړیوال څارونکي د شفافو ټولټاکنو له پاره هڅه وکړي، نو افغانان به د شته سیاسي او ټولنیزو کړکېچونو نه ووځي:

((په ټول خوست کې شاوخوا څلورسوه ښوونځي فعال دي، چې په هغه کې شاوخوا یولک داسې ځوانان هم شته، چې د دوی عمرونه د رایې اخیستنې کارتونو ته برابر دي، چې دوی کارتونه واخلي او کارتونه يې اخیستي هم دي، موږ په راتلونکو ټولټاکنو کې په بشپړه توګه ونډه اخلو، د نړیوالې ټولنې نه، د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون نه او نورو څارونکو نه چې په ټاکنو کې به دوی څار کوي، په خورا درنښت غوښتنه کوو، چې دوی دې شفافې ټاکنې، په ښه صورت ټاکنې وکړي تر څو موږ افغانان له اوسني بحران نه ووځو او زموږ دغه پروګرام او ټاکنې په ښه صورت ترسره شي.))

په خوست کې د ورزشکارانو د سپورتي کلپونو، فدراسیونونو او نورو منظمو جوړښتونو په استازیتوب استاد محمد یونس اهنګر وايي، چې که په ژمي موسم کې ورزشکارانو ته د راغونډیدو منظم ځایونه او جمنازیومونه برابر شي، نو دوی به د خپلو ورزشي تمرینونو تر څنګ په ټاکنو کې د هغوی د ګډون له پاره هم عامه پوهاوی وکړي:

((زموږ ورزشکاران د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو ته کاملاً اماده ګي لري، د مسوولو چارواکیو نه مو غوښتنه داده، چې ژمۍ رارسیدلی دی، خو داسې منظم ځایونه د ورزشکارانو له پاره نه لرو، موږ ته باید داسې جمنازیومونه او نور منظم ځایونه برابر کړي، تر څو زموږ ورزشکاران په هغه کې راټول شي او له یوې خوا په کې خپلې سیالۍ سرته ورسوي او د سیالیو تر څنګ به دوی ته عامه پوهاوی شوی وي او موږ به د انتخاباتو په باره کې د دوی سره خبره هم کړي وي.))

په خوست کې د نجونو او میرمنو د مدني بنسټونو او سازمانونو په استازیتوب فېروزه ځدراڼ وايي، چې په تېرو ټولټاکنو کې د ښځو ګډون یوازې سمبولیک وو، خو اوس خویندې په دې پوۍ شوي، چې د دوی رایې او په ټاکنو کې د هغوی ګډون ډېر مهم دی، نو په راتلونکیو ټاکنو کې به د ښځو ونډه پراخه او د پام وړ وي:

((په تېرو ټولټاکنو کې د خویندو رايې په ښه ډول استعمال نه شوې، د هغوی د رايې اچونې کارتونه یوازې په سمبولیکه بڼه راوړل شول او د ټاکنو په حوزو کې استعمال شول، خو په خپله خویندې هلته نه وې، د هغې نه په تجربې زموږ خویندې اوس په دې باندې پوۍ شوي دي، چې خپله رایه باید په خپله وکاروو، تر څو هېڅوک ونه کولای شي، چې د خویندو له رایو نه سوء استفاده وکړي.))

د کتونکو په وینا که چیرې مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او د ټاکنو نورې ملي او نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ۹۳یم لمریز کال د وري میاشتې ټولټاکنو د بهیر د څار او کتنې له پاره سر له اوسه په عملي پلانونو کار وکړي، نو ښايي په راتلونکیو ټولټاکنو کې د ډېرو درغلیو او بې عدالتیو مخه ونیول شي.
XS
SM
MD
LG