د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیښور کې د فلسفي شاعرغني خان د زوکړې سلمه کليزه ولمانځل شول


د خيبر پښتونخوا ليکوالو، شاعرانو او د غني خان مينه والو د چهارشنبې په ورځ د دغه ايالت په مرکزي ښار پېښور کې د پښتو ژبې د نامتو فلسفي شاعر غني خان سلمه کليزه ولمانځله.

د خيبر پښتونخوا ليکوالو، شاعرانو او د غني خان مينه والو د چهارشنبې په ورځ د دغه ايالت په مرکزي ښار پېښور کې د پښتو ژبې د نامتو فلسفي شاعر غني خان سلمه کليزه ولمانځله.


عبدالغني خان نامتو پښتون شاعر، انځورګر، سياستوال او د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ خانعبدالغفار خان [ باچا خان] مشر زوى و، چې پر ١٩١٤م کال د اشنغر په چارسدې کې زېږېدلى و.

د خيبر پښتونخوا يو شمېر ليکوالو، شاعرانو او د غني خان مينه والو د هغه د زوکړې د سلمې کليزې په مناسبت د يوې خبري غونډې په ترڅ کې (د غني خان د زېږون سل کليز جشن) تر سرليک لاندې د يو کلن جشن اعلان وکړ.

دوى همداراز وويل، چې دوى روان ٢٠١٤م کال د غني خان په نوم نومولى او د دغه کال په اوږدو کې به د خيبر پښتونخوا په ګډون په کابل، کندهار او جلال اباد کې د نوموړي پر شاعرۍ، انځورګرۍ او د هغه پر هر اړخيز شخصيت غونډې او نندارتونونه جوړوي.

ليکوال و شاعر امجد شهزاد چې د دغو جشنونو يو تن جوړوونکى دى، په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

"په ټوله نړۍ کې زموږ پروګرامونه دي، په خصوصي توګه په خيبر پښتونخوا کې او افغانستان کې چې دا د پښتنو وطنونه دي.موږ افغانستان ته تللي وو او هلته مو له غېردولتي ټولنو سره او د فرهنګ وزارت د وزير له معين سره ملاقات وکړ. هغوى موږ ته تسلي راکړه، هغوى به په دې جشنونو کې زموږ مرسته کوي او په دې حواله به په کندهار، جلال آباد او کابل کې سمينارونه او نندارونه کوي او هغوى دا ژمنه هم کړې ده، چې موږ د غني خان په حواله کوم کتابونه تيار کړو، نو د افغان دولت له طرفه به يې چاپوي."

د سوات د سيمې ليکوال و شاعر عثمان ولسيار د غني خان د شاعرۍ په اړه وايي:

"د خوشال بابا نه پس چې څومره بې باکه شاعري کړې ده، څومره برسېره انداز کې يې د خپل فکر انداز کړى دى، نو د خوشال بابا نه پس دا عنصر په غني بابا کې ډېر په نظر راځي.هغه که کوم سخت حالات و په سياسي عمل کې، په هغه وخت کې هغه بيا علامتي شاعري کړې ده، چې د هغې خپل يو جداګانه اسولب جوړ کړى دى او بيا په طنز او مزاح کې هم غني خان خپل يو کوټلى اسلوب جوړ کړى دى."

په دغو چشنونو کې دده د کورنۍ ونډه هم شته. په دې برخه کې د غني خان لمسى مشال خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"په ٢٠١٤م کال کې د غني خان د پېدايش سل کاله پوره کېږي، نو لهذا موږ د ټول د غني خان مينه وال، غواړو چې دا ټول کال موږ غني خان ياد کړو، د هغه شاعري ياده کړو، د هغه فن ياد کړو او د هغه د شخصيت په اړخونو باندې رڼا واچوو."

غني خان له ډېرو اړخونو د څېړنې وړ شخصيت پېژندل کېږي، ځکه چې د هند په پارلمان کې تر ټولو ځوان غړى پاتې شوى، د هند او پاکستان تر وېش مخکې او وروسته څو څو ځله بندي شوى او دغه راز يې ځانګړى شاعرۍ هم د ده د شخصيت په ځلونه کې ونډه لرلې ده.
XS
SM
MD
LG