د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف د عدالت پر ځای د زړه تکلیف له وجې روغتون ته انتقال


د جنرال مشرف عدالت ته تللو لپاره په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول
د جنرال مشرف عدالت ته تللو لپاره په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول

اسلام اباد - د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پر ضد له هیواد سره د خیانت یا غدارۍ مقدمې اورېدنه تر دوشنبې ځنډول شوې ده.


د پنجشنبې پر ورځ د اسلام اباد پولیسو امنیتي څانګې مشر جان محمد عدالت ته وویل، کله چې پروېز مشرف عدالت ته روان وو نو په زړه کې یې تکلیف پیدا شو.

تر دې وروسته مشرف په راولپېنډۍ کې د پوځي روغتون د زړه ناروغیو څانګې ته انتقال کړل شو.

د اورېدنې تر پیل وروسته د پروېز مشرف وکیل انور منصور عدالت ته وویل، ده ته ګواښونه شوي دي او د شپې یې د کور ور ټکول شوی دی. ده له عدالته غوښتنه وکړه چې نن دې اورېدنه نه کوي ځکه چې په ذهني توګه تیار نه دی.

خو د قاضي فیصل عرب په مشرۍ دري کسیزع عدالت وویل، اورېدنه به هم کېږي او مشرف به هم عدالت ته حاضرېږي.

عدالت ته د مشرف تګ لپاره سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

تېره ورځ په اسلام اباد کې ځانګړي عدالت ویلي ول چې که مشرف عدالت ته حاضر نه شو نو د ګرفتارۍ حکم به یې جاري کړل شي.

د مشرف وکیلان وايي، د ژوند خطر له کبله نوموړی عدالت ته نشي تللای.

څو ورځې مخکې پروېز مشرف یوې برتانیوي خبري ادارې ته د مرکې پر وخت ویلي ول، د ده پر ضد مقدمې د پاکستان پوځ اندېښمن کړی دی.

خو پرون د پاکستان اطلاعاتو وزیر پروېز رشید وویل، پوځ د یوه کس اداره نه ده بلکې ملي اداره ده او د ایین د ساتنې قسم یې کړی دی.
XS
SM
MD
LG