د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې پر مساپر بس ځانمرګی برید درې وژل شوي دي


تر چاودنې وروسته د مساپرو بس اور واخیست.
تر چاودنې وروسته د مساپرو بس اور واخیست.

په کوټه کې د مساپرو پر بس په ځانمرګې موټر بمي حمله کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي.

د کوټې شالکوټ تاڼې مشر راز محمد بېګا مشال راډيو ته وویل، ځانمرګی برید پرون ماښام د اختر اباد په سیمه کې له تفتانه کوټې ته پر ورتلونکي بس شوی دی.

دی وايي، ده د یو بل ګاډي تالاشي اخیسته چې چاودنه وشوه: ((زما خپل دولتي ګاډي مخکې لاړ. له هغه بس سره د ترهګرۍ ضد ځواکونو ګاډی روان وو. تاسې ته ښکاري هغه بل سپین ګاډی؟ ما د هغې تلاشي اخیسته. زه چې د دې ګاډي لیدو لپاره له موټره ښکته شوم نو ما په کې ماشومان ولیدل، ما ترې وپوښتل چې ولې ولاړ یاست؟ هغوی ویل زموږ موټر خراب شوی دی. په هم هغه وخت چاودنه وشوه. په هغه بس کې اور ولګېد.))

تر چاودنې وروسته د کوټې ښار پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل، په بس کې شیعه زیارت کوونکي ناست ول. د ده په خبره، همدوی د برید هدف ول.

په بس کې ۵۵ کسان سپاره ول.

تر پېښي سمدستي وروسته يې ټول مړي او ټپيان د کوټې بولان ميډيکل روغتون ته راورسول، چې هم هلته بیا کلک امنيتي تدابیر ددې لپاره ونیول شوو، چې د ناامني کومه بله پېښه یا هم بمي برید ونه شي.

د بولان ميډیکل روغتون د ډاکترانو په خبره په ټپیانو کې ډېری کسان چې مېرمنې او ماشومان هم پکښې دي، په اوور سوځل شوي، چې د پنځو تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د بلوچستان حکومت لوړ پوړو چارواکو ددې برید غندنه کړې او د ککړو خلکو د ژر ترژره نیولو امر يې ورکړی دی. د چارشنبې د ماښام ددې ځانمرګي برید مسوولیت رسنيو ته جیش الاسلام نومې وسله والې ډلې قبول کړی او دا برید يې د راولپينډۍ په يوه مدرسې د برید غچ یاد کړی.


XS
SM
MD
LG