اسلام اباد - د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د جنورۍ پر لومړۍ هم د غدارۍ مقدمې اورېدنې لپاره عدالت ته حاضر نشو.
د جنرال پروېز مشرف پر ضد له هیواد سره د خیانت مقدمې اورېدنه، په اسلام اباد کې ځانګړي عدالت وکړه.
د مشرف وکیلانو عدالت ته وویل چې د نوموړي ژوند ته خطر دی نو نشي کولای چې عدالت ته ورشي.
د اسلام اباد پولیسو د جنورۍ پر لومړۍ د پروېز مشرف له کور سره نېږدې چوونکي مواد وموندل او ناکاره یې کړل.
عدالت امر ورکړ چې د جنورۍ پر دویمه دې په هر صورت کې پروېز مشرف عدالت ته حاضر کړل شي. د قاضي فیصل عرب په مشرۍ درې کسیزه عدالت وویل، د مشرف پر ضد تورونه د ضمانت وړ نه دي، نو ځکه باید عدالت ته ورشي.
د مشرف وکیلانو عدالت ته وویل چې د مقدمې اورېدنه دې تر پینځو اوونیو وځنډوي.
دوی عدالت ته وویل چې په ۲۰۰۷ز کال کې جنرال پروېز مشرف د پوځ مشر په حیث د پاکستان اساسي قانون معطل کړی یا ځنډولی وو نو ځکه دې دا مقدمه پوځي عدالت ته وسپارل شي.
خو د قانوني چارو پوه اکبر هوتي وايي، ایین د ولس او دولت یا ریاست تر منځ یو تړون وي. ایین په بشپړه توګه د ولس لپاره وي. نو باید پر پروېز مشرف په ملکي عدالتونو کې مقدمه وچلېږي ځکه چې هغه ایین ځنډولی وو.
دی زیاتوي، پر مشرف په پوځي عدالت کې ځکه هم مقدمه نشي کېدای چې هغه عدالتونه یوازې د پوځ دننه د مختلفو معاملو څېړلو او اورېدنو لپاره وي.
پر جنرال پروېز مشرف د پاکستان ایین (اساسي قانون) شپږمې مادې پر اساس له هیواد سره د خیانت تور پورې شوی دی.
که چېرې پر یوه کس دا تور زبات شي نو سزا یې مرګ یا عمر قید ده.