د لاسرسي ځای

تازه خبر

٢٠١٣م کال په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلفات کم وو


٢٠١٣م کال په افغانستان کې مېشتو بهرنيو پوځيانو ته يو ښه کال و ځکه د ورمخکې کال په پرتله د دوى تلفات خورا کم وو.

٢٠١٣م کال په افغانستان کې مېشتو بهرنيو پوځيانو ته يو ښه کال و ځکه د ورمخکې کال په پرتله د دوى تلفات خورا کم وو.


په ٢٠١٣م کال په افغانستان کې د ناټو ١٥١ تنه سرتېري وژل شوي دي، حال دا چې په ٢٠١٢م کال کې د دې تړون ٣٩٤ سرتېري وژل شوي وو.

دغه ارقام اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس خپاره کړي دي.

د نړيوالو پوځيانو د تلفاتو د کمېدو يو علت د جګړې له کرښو څخه د دوى وتل او افغان قواوو ته د جنګي مسووليتونو سپارل ښوول شوي دي.

ځکه نو په ٢٠١٣م کال کې زيات تلفات افغان قواوو ته اوښتي دي.

اسوشیېتېډ پرېس اژانس ليکي؛ په ٢٠١٢م کال کې ټولټال يوزر او اته سوه اویا تنه افغان سرتېري او پوليس وژل شوي، حال دا چې په ٢٠١٣م کال کې د افغان سرتېرو او پوليسو تلفات دوه زره اووه سوه او اووه شپېتو (٢٧٦٧) ته ورسېدل.

اوس چې ٢٠١٤م کال رارسېدلى او د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ افغان قواوې به له کوم برخليک سره مخامخ شي؟

دغه پوښتنه مې د سياسي چارو له کارپوه او د سولې کاروان له غړي "احمدشاه سپر" څخه وکړه:

"که له نړېوالې ټولنې سره زموږ اړیکې په ټیټه سطح وي، زما په فکر افغان ځواکونه به له اقتصادي او نظامي پلوه ځان اکمال نه شي کړای.دوی به په سمه او یا هم په هېواد کې دننه له خپلو مخالفیو سره د مقاومت توان ونه لري.نو همدا دی چې د افغان ځواکونو تلفات به څو برابره لوړ شي او زه فکر کوم که چېرې نړېوال ځواکونه له دوی څخه ملاتړ ونه کړي؛ افغان ځواکونه به تیت او پرک شي."

خو افغان پوځيان په دې باور نه دي.

د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په وار- وار ويلي؛ چې افغان سرتېري دا توان لري؛ څو د خپل هېواد امنيتي مسووليتونه واخلي او د امن برابرولو پوره وړتيا لري.

د افغانستان د روزل شويو پوځيانو شمېر تر درې لکو زيات دى.

د اټکل له مخې د دغو پوځيانو روزنه په کال کې څه باندې څلورو ملياردو ډالرو ته اړتيا لري. دا هغه اندازه پيسې دي، چې افغان دولت يې د نړيوالې ټولنې له مرستې پرته نه شي برابرولاى.
XS
SM
MD
LG