د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوال: ملي پیوستون مو په کالونو پیسې ځنډولي دي


د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیایي شوراګانو غړي وایي، چې څه باندې درې کاله وړاندې یې په کلیو کې یو شمېر پروژې بشپړې کړي،خو اوس یې دملي پیوستون اداره پیسې نه ورکوي.

د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیایي شوراګانو غړي وایي، چې څه باندې درې کاله وړاندې یې په کلیو کې یو شمېر پروژې بشپړې کړي،خو اوس یې د ملي پیوستون اداره پیسې نه ورکوي.


دوی وايي، چې د نامالومو دلایلو له کبله د ملي پیوستون او د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د کلیو د پراختیایي شوراګانو ۱۲۲ میلیونه افغانۍ له دریو کالونو راپدېخوا ځنډول شوي دي.

د پکتیکا د کلیو د پراختیایي شوراګانو مسوولین وايي، چې د ملي پیوستون پروګرام د لګښتونو د نه اجراء له کبله دوی له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ شوي او په دې سره دوی ته شخصي ستونزې جوړې شوي دي.

هغوی وايي، پیسې يې دومره په اوږدو ځنډیدلي دي، چې نور نو پوروړو ته پلمې نه دي ورپاتې او هره ورځ له قرضدرانو سره په جنجال کې دي او اړوندې ادارې دې ستونزو ته یوازې ګوري او نه دي توانیدلي، چې حتا د دریو کالونو په اوږدو کې دا مسله پای ته ورسوي.

د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ اړوند د ولوست د کلي د پراختیایي شورا مشر سادات خان مشال راډیو ته وايي، چې درې کاله وړاندې د کلیو د پراختیا ریاست او د ملي پیوستون په مرسته په یاده ولسوالۍ کې د بېلابېلو شوراګانو له لوري د استنادي دیوالونو د جوړیدو چارې بشپړې شوي او د ځينو یې کارونه نیمګړي پاتې دي، خو پیسې يې درک نه لري:

((دا کوم څاګان چې جوړش وي، که ځینو پیسې يې پاتې وي، خو د څاګانو پیسې رسیدلي دي، خو استنادي دیوالونه مو جوړ کړي دي ولې پیسې يې یوه روپۍ هم چاته نه ده رسیدلې ټولې پاتې دي.اندازه تاً که زه ووایم، چې یوازې د ګیانې ولسوالۍ د اوسیدونکو به پنځه نیم سوه لکه روپۍ دوی سره پاتې وي، موږ خو دلته مزدوري کړې ده، پیسې مو خلکو ته ورکړي دي، ټیکه داران مو نه پریږدي، مطلق يې اخیستي یو، یو منټ مو نه پریږدي. مالونه مو په کې ولاړل، ځمکې مو په کې ولاړې، موږ به اخر څه کوو؟.))

په زیړوک ولسوالۍ کې هم د برک موسسې مشر شمس الرحمن هم وايي، چې په نوموړې سیمه کې د ملي پیوستون لخوا تاسیس شوې د کلیو د پراختیا څلوېښت شوراګانې فعالیت کوي، چې د دې شوراګانو له خوا بشپړې شوي پروژو پیسې د کالونو راهیسې ځنډول شوي دي.

شمس الرحمن زیاتوي، چې د زیړوک ولسوالۍ د پراختیایي شوراګانو اوس هم شپیته میلیونه افغانۍ د تعلیق په حالت کې دي، چې دوی یې د ځنډیدو په اصلي علت نه پوهیږي:

((زموږ شپږسوه لکه پیسې تر اوسه پاتې دي، پروژې بشپړې شوي دي، شوراګانو شخصي لګښت پرې کړی دی، پیسې يې پرې کړي دي او پروژې یې سرته رسولي دي، خو تر اوسه یې دوی ته پیسې نه دي ورکړل شوي.))

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی فضل الرحمن کټوازی هم مني چې د خلکو پیسې ځنډیدلي دي، خو وایي چې د حساب د روڼتیا او شفافیت په خاطر دغه پروسه یو څه ټکنۍ شوي ده:

((د زیات شفافیت په خاطر په کار کې یو څه توقف راغلی دی، کومې شوراګانې چې واقعیت ولري او کارونه يې شوي وي، هغو ته د پیسو ورکول جریان لري، خو انشاالله تر دې وروسته به په کې ځنډ نور نه راځي، د برک موسسه یو څه و ځنډیډه، خو په هغه هم موږ لږیا یو، چې هغه موسسه بېرته راشي، خپل کارونه سرته ورسوي او یا یې کوم بل بدیل پیدا کړو.))

په پکتیکا کې د ملي پیوستون مشر انجینر جاویداحمد هجرت د خلکو دا خبره نه مني، چې د شوراګانو پیسې په کالونو ځنډیدلي دي هغه وایي، چې د شپږو میاشتو راپدېخوا د ځینو تخنیکي او امنیتي ستونزو له وجې د ملي پیوستون پروګرام یو څه ټکنۍ شوی دی.
هجرت زیاتوي، چې د خلکو پیسې له دوی سره په بانک کې شته او دا ستونزه به په نږدې راتلونکې کې هواره شي:

((ملي پیوستون اول د پکتیکا د خلکو دا ادعا چې ګواکې پیسې يې درې نیم کاله پاتې شوي دي، نه تائیدوي، پخوا د پکتیکا د خلکو پیسې په خپل وخت ورته رسیدلې وې، خو متاسفانه د ځینو تخنیکي او امنیتي مشکلاتو له امله له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا په پکتیکا ولایت کې د ملي پیوستون پروګرام د ځینو مشکلاتو سره مخامخ شوی ده، د خلکو پیسې موږ سره په بانک کې او یا په مرکزي دفتر کې پاتې دي، انشاالله دا مشکل په نږدې راتلونکې کې حلیدونکی ده، د پکتیکا ټولو خلکو او شوراګانو ته به پاتې پیسې د ملي پیوستون پروګرام له لوري ورسیږي.))

د یادولو وړده چې د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د ملي پیوستون د پراختیایي پروژو دویم او درېیم پړاو هم د بشپړیدو په حال کې دی، خو په پکتیکا کې تر اوسه د ملي پيوستون د پراختیایي پروژو لومړی پړاو نه یوازې دا چې نه دی بشپړ شوی، بلکې له کلکو ستونزو سره هم مخامخ دی.
XS
SM
MD
LG