د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: سيمه ييز پوليس په امن راوستو کې ښه رول لري


د ننګرهار په يو شمير ولسواليو کې چې سيمه ييز پوليس پر دندو ګمارل شوي، د سيمې خلک ورته خوشحاله دي او وايي چې په دې کار سره يې په سيمه کې امينت د ډاډ وړ شوی دی.

د ننګرهار په يو شمير ولسواليو کې چې سيمه ييز پوليس پر دندو ګمارل شوي، د سيمې خلک ورته خوشحاله دي او وايي چې په دې کار سره يې په سيمه کې امينت د ډاډ وړ شوی دی.د ننګرهار د ګوشتې ولسوالي هم يو له هغو څخه ده چې سيمه ييز پوليس په کې پر دندو ګمارل شوي. سيمه ييز خلک خوښ دي چې د خپلې ولسوالۍ امنيت په سيمه ييزو خلکو ساتلی دی.


د ګوشتې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي محمد ربي وايي چې که چيرې سيمه ييز پوليس په ريښتني توګه خپلې دندې تر سره کړي نو په سيمه کې به امنيت نور هم د ډاډ وړ شي.

(( موږ له هر کلي نه په هغه قومي تناسب باندې دوه سوه تنه برابر کړي دي، په مختلفو ځايونو کې مو پوستې واچولې، نو زموږ امنيت ډير ښه دی او دوی زموږ لپاره ډير ګټور دي. زموږ د کلي خلک دي ټول، زموږ په عنعناتو، زموږ په اصولو پوه دي، زموږ بچيان دي، لکه موږ پخپله له خپل کلي نه ورکړي دي، اوس الحمدلله ډير په سکون کې يو.))

د ګوشتې ولسوالۍ يو بل تن قومي مشر وايي چې سيمه ييزو پوليسو په دغه سيمه کې د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ د واټن په راکمولو او د قانون په پلي کولو کې مرسته کړې ده.

(( موږ هغه څوک ورکړي چې هغه په دې منطقه کې ښه نمونه ځوان و.د امنيت په حساب باندې، د وطن پرستۍ په حساب باندې، موږ ته په دې منطقه کې د محلي پوليسو ډير ضرورت دی، ځکه هر کور په امنيت کې شامليږي.))

د ګوشتې ولسوالۍ امينه قوماندان عبدالمتين بيا وايي په ګوشته کې د سيمه ييزو پوليسو د شتون له برکته نه يوازې دا چې د ملي او سرحدي پوليسو بلکې د ملي پوځ په ليکو کې هم د پام وړ پرمختګ راغلی دی.

(( دلته نور ارګانونو چې هم دي، موږ له هغو سره مشترکاٌ موږ له هغو سره په ګډه وظايف لرو. خو چون دا د محل خلک دي او په محل کې چې کومې ستونزې وي بيا دوی ورته لاسرسی لري، او ژر ورته لاسرسي کولای شي، نو دې نورو سره تفاوت لري، مقصد په ټولنه کې د محلي پوليسو وجود چې دی، ډير موثر دی زما په نظر.))

د سيمه ييزو پوليسو يو تن سرتيري شهزاده مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دندې د تر لاسه کولو وروسته يې ډيرې اقتصادي ستونزي هوارې شوي دي:

(( محلي پوليسو ته چې موږ راغلي يو، د دې سره ارامي راباندې راغله ځکه چې تنخواګانې مو حواله شوې، مخکې بيکاري وه کار مو نه و اوزګار به ګرځيدو. موږ ډيرې زده کړې وکړې، موږ سره قوماندان صيب ډيره خواري وکړه، ټريننګونه يې راکړل. خوشاله يم چې زه د خپل کلي او خپل ملک خدمت کوم. د دې کلي اوسيدونکي يم او د دې کلي هر سړی موږ پيژنو. لکه بيګانه يو سړی راشي، موږ ته له وړاندې نه پته لګي چې دا د دې کلي نه دي. او که موږ يې ونه ګورو، په دې کلي کې يې يو ماشوم هم وګوري، بيا هغه موږ ته اطلاع راکوي، موږ بيا ورځو له هغه سړي نه تحقيقات او پوښتنې کوو.))

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پلان له مخې به په کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې به ټول درې زره او پينځه سوه سيمه ييز پوليس ګمارل کيږي چې دا چاره په يو شمير ولسواليو کې تر سره شوې ده.
XS
SM
MD
LG