د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیول شو


د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې او اورګون ولسوالۍ تر مينځ په لويه لار د سروضې ولسوالۍ د ګلرادين په غرنۍ سيمه کې د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر نیول شوی دی.

د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې او اورګون ولسوالۍ تر مينځ په لويه لار د سروضې ولسوالۍ د ګلرادين په غرنۍ سيمه کې د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر نیول شوی دی.


د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکیو مشال راډیو ته وویل، چې نوموړی موټر د ډېورنډ کرښې له هغه لوري څخه راوښتی وو او غوښتل يې ياد چاودېدونکي توکي پلازمېنې کابل ته ولېږدوي.

په نېول شوي بار وړونکي موټر کې نږدې څلور زره کيلو ګرامه ډول، ډول چاودېدونکي توکي د لرګيو په مينځ کې په خورا مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې د مخکنیو کشفي مالوماتو پر اساس د سیمه ییزو پولیسو په واسطه د شپې له خوا ونیول شو.

د پکتیکا د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله کامران مشال راډیو ته وویل، چې ياد بار وړونکی موټر مخکې د مخکې د پکتيکا ولايت د سيمه ييزو پوليسو تر تعقیب لاندې وو او د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د سروضې ولسوالۍ د ګلرادين په سيمه کې تېره شپه دوولس بجې ونیول شو:
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


((دا موټر د شپې دوولس بجې محلي پولیسو داسې مهال نیولی، چې هغه د پاکستان د میرانشاه سیمې نه رواستی وو، د حقاني شبکې دی او هغه کابل ته تلو، کابل يې هدف وو، د سروضې یو کلی دی، دلته نیول شوی دی، څلور ټنه مواد انفلاقیه په کې دي، چې د هغې نه موټر بم، واسکټ او ماینونه جوړیږي.))

د ده په وینا د موټر چلوونکی د تيارې څخه په ګټې اخيستې له سيمې تښتېدلی دی، خو امنيتي ځواکونو په سيمه کې د چلوونکي د نيولو په موخه عمليات غځولي دي، د لومړنيو مالوماتو پر اساس په نيول شويو څلور زره کيلوګرامه چاودېدونکو توکو کې داسې مواد هم موجود دي، چې د ځانمرګي بریدونو له پاره د واسکټونو او ماينونو په جوړولو کې ورځني کار اخېستل کیږي.
د يادلو ده چې په سيمه کې کومه وسلواله نښته نه ده رامېنځته شوې.
XS
SM
MD
LG