د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لس تنه وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول


په ننګرهار کې د دولت لس تنه مخالف وسله وال د خپلو درنو او سپکو وسلو سره د سولې له شورا سره يو ځای شول. د سولې له بهير سره يو ځای شوي کسان وايي چې پس له دې نه به د ملک د جوړيدو لپاره مټې رانغاړي.

په ننګرهار کې د دولت لس تنه مخالف وسله وال د خپلو درنو او سپکو وسلو سره د سولې له شورا سره يو ځای شول. د سولې له بهير سره يو ځای شوي کسان وايي چې پس له دې نه به د ملک د جوړيدو لپاره مټې رانغاړي.


د ننګرهار د سولې د عالي کميټې چارواکي وايي چې د سولې د عالي کميټې او ملي امنيت په ګډو هڅو دغه لس تنه وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول.
د ننګرهار د سولې د ولايتي کميټې منشي او سرپرست مولوي عباس وايي چې دغو وسله والو د سولې د حقيقت په درک کولو سره د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي. نوموړي وايي:

(( زموږ د ننګرهار د سولې د کميټې او د ننګرهار د رياست منيت ملي په ګډو هلو ځلو سره د کوټ د ولسوالۍ لس تنه مخالف ورونه چې هغوی د سولې په حقيقت او د سولې په اهميت باندې پوه شوي وو، هغوی د سولې له پروګرام سره يو ځای شول. هغوی سره اته ميله سپکې او درنې وسلې وې، هغه يې هم له ځانونو سره راوړلې او د ډاياګ پروګرام ته يې وسپارلې.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يو ځای شي:

(( موږ هميشه دا غږ کړی دی او بيا هم موږ پيغام رسول غواړو ټولو هغو ورونو ته چې هغوی په مخالفت کې دي، وسلې يې په اوږه دي، نور زموږ دغه وطن په جنګونو باندې نه جوړيږي، په وسلو او ډزو او په مرميو باندې نه جوړيږي، هغوی دې راشي او د سولې له دغو پروګرامونو سره دې يو ځای شي.))

د سولې له بهير سره د يو ځای شويو ډلې مشر فرمان الله وايي چې له دې وروسته به د وطن ابادولو ته مټې راونغاړي.


((شپږ اوه کاله ما د مخالف په دوران کې تير کړل، اينده انشا الله موږ نه غواړو چې دا وطن وران کړو. او پرمختګ له يې مخه ونيسو، موږ اينده دا نه غواړو. موږ غواړو چې زموږ هيواد اباد شي او زموږ ځوانان ټول تعليم يافته شي، موږ د ټوپک په ځای د قلم نه کار واخلو او د هغې نه استفاده وکړو.))

د سولې د ولايتي کميټې سرپرست مولوي عباس وايي چې د تيرو دوه وو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د سولې له بهير سره تر دې دمه دوه سوه يو پنځوس تنه يو ځای شوي چې ګڼ شمير د کسبي زده کړو وروسته په شخصي کارونه مصروف شوي او يو شمير يې د ملي اردو او ملي پوليسو په ليکو کې جذب شوي دي.

دی زياتوي چې هر هغه څوک چې د دولت په مخالفو ليکو کې ولاړ دي او د سولې له بهير سره يو ځای کيږي، قوماندان ته يې د شيږو مياشتو لپاره ديارلس د مياشتې ديارلس زره افغانۍ او هر تن ته يې د مياشتې اته زره افغانۍ ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG