د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي پر ډلې برید، یوه ماشومه هم ژوبله شوې ده


په حمله کې ژوبله شوې ماشومه
په حمله کې ژوبله شوې ماشومه

کوټه - په کوټه کې د پولیو ضد کمپاين په ډلې برید شوی دی، چې په کې د يوې لاروۍ ماشومې او مېرمنې په شمول څلور تنه ټپيان شوي دي.


عیني شاهدان وايي ((د لاسي بم برید د پولیو په هغه ډله وشو، چې په سیمه کې يې ماشومانو د پولیو يا ګوزڼ د ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکول.))

پېښه د کوټې په پښتون اباد کې شوې ده.

د عيني شاهدانو په خبره نامالومه وسله والو په هغې ډبه سوزوکي موټر د لاسي بم برید وکړ، چې د پولیو ډله په کې سپاره وو. او زیاتوي د پولیو کارکوونکې هم په برید کې ژوبل شوې دي.

په دې برید کې يوه شپږ کلنه ماشومه هم ټپي شوې، چې سمدستي يې د کوټې سنډېمن روغتون ته وروړل شوه. په روغتون د دې ټپي ماشومې تره تور جان د دې پېښي په اړه مشال راډيو ته داسې وویل:

((دا ماشومه زما ورېره ده. له جومات څخه را روانه وه، چې په دې برید کې ټپي شوه. نامالومه کسانو د پولیو د کارکوونکو په سوزوکۍ لاسي بم برید وکړ، چې په هغه کې درې کارکوونکې هم ټپي شوې، او وروسته دا ماشومه چې پر لار روانه وه، ټپي شوه. هغه کارکوونکې هم سختي ټپي شوې، خو اوس مالومه نه ده، چې کوم روغتون ته يې وړي.))

د تور جان په خبره د لاسي بم په دې برید کې د پولیو کارکوونکې هم ټپي شوې، خو هيڅ يوه سرکاري روغتون ته دا ټپيانې وروړل شوې نه دي.

تر دې وړاندې د روان کال د جولايي په ۳۰ مه نېټه د صوبې په پښين سیمه کې د پولیو په ډله برید شوی وو، چې په کې د دغه ډلې ساتونکي د پولیسو سرتېری وژل شوی وو.

بلي خوا ته د بلوچستان حکومت صحت څانګې سیکريټر عبدالصبور کاکړ له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت له دې انکار وکړ چې ګواکې دا برید د پولیو مخنیوي کیمپېن پر کارکوونکو شوی دی:

((نه! دا برید د پولیو پر کارکوونکو شوی نه دی. بلکې په عامو خلکو شوی دی. زموږ د پولیو کارکوونکي دوه نیمه درې بجې بېرته ستانه شي، او دا برید تر دې ناوخته شوی دی. په دې برید کې هيڅ يو د پولیو کارکوونکی ټپي شوی نه دی. او نه هم په دوی شوی دی.))

که څه هم د پاکستان په ځينو سیمو کې وسله وال طالبان د پولیو په ټيمونو د بریدونو مسوولیت قبلوي، خو په بلوچستان کې تر اوسه پر دې ټيمونو د بریدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG