د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک وايي، نواز شریف دې ورته د پښتونخوا د برېښنا ټولې چارې وسپاري


د پېښور په بډه بېره کې د برېښنا وېشځای یا بجلي ګر چې پکې د اپرېل پر دویمه چاودنه شوې وه.
د پېښور په بډه بېره کې د برېښنا وېشځای یا بجلي ګر چې پکې د اپرېل پر دویمه چاودنه شوې وه.

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د پېښور برېښنا ورکوونکې ادارې (پشاور الېکټرېک سپلای کار پورېشن یا پېسکو) واک اخیستو څخه انکار کړی دی.


د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د یکشنبې پر شپه پاکستانیو رسنیو ته ویلي دي چې مرکزي حکومت دې دوی ته یوازې د پېسکو واک نه بلکې، د برېښنا پیدا کولو، وېشلو او د دې د بیې ټاکلو واک هم ورکړي.

تر دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د اوبو او برېښنا وزارت ته امر وکړ چې د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه دې د پېښور برېښنا ورکوونکې ادارې واک صوبايي حکومت ته وسپاري.

پېسکو ټولې خیبر پښتونخوا ته برېښنا ورکوي.

خیبر پښتونخوا د پاکستان تر ټولو زیاته برېښنا پیدا کوي.

په پاکستان کې د انرژۍ بحران له کبله نه یوازې ورځنی ژوند بلکې کاروبارونه هم زښت اغېزمن شوي دي.
XS
SM
MD
LG