د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسدې کې چاودنې یوه ښځه او دوه بچي یې وژلي دي

چارسده - د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د یوه کور دننه چاودنه شوې ده.


پېښه د سرډېرو په سیمه کې د دوشنبې پر سهار څلور بجې د وردګو کلي په یوه کور کې شوې ده. د سرډېرو تاڼېدار حسن خان مشال راډيو ته وویل، کور د اصف په نوم یوه سړي دي.

په دې چاودنه کې یوه ښځه او د هغې دوه بچي وژل شوي دي.

وژل شوي کسان د اصف مېرمن، لور او زوی دي. په پېښه کې نوموړی او بل زوی یې ژوبل دي.

چارواکي وايي، د چاودنې نوعیت په اړه پلټنې کوي.

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول، داسې ښکاري چې پر کور توغندی (راکټ) لګېدلی دی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG