د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزيز: له افغانستان سره به سرحدي مسالې هوارې کړو


د پاکستان وزیراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، په ٢٠١٤میلادي کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به له دغه هېواد سره ځينې سرحدي مسالې اوارې کړو.

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، په ٢٠١٤میلادي کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به له دغه هېواد سره ځينې سرحدي مسالې اوارې کړو.


د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د دغه هېواد د ملي امنيت په اړه جوړ شوي سيمينار ته د وينا پر مهال ويلي:

"په افغانستان کې غېر يقيني وضعيت د پاکستان لپاره ستره ننګونه ده او موږ په ډېره ځيرتيا وضع څارو.موږ به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له امريکا سره د دوه اړخيزو اړيکيو پر پاليسۍ بيا کتنه وکړو او همدا راز به له افغانستان سره ځينې سرحدي مسالې هم اوارې کړو."

نوموړي همدا راز يو ځل بيا ټينګار کړى، چې هېواد يې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې يا ګوند ملاتړ نه کوي او په دغه هېواد کې يواځې سوله غواړي، چې نه يواځې د افغانستان، بلکې د پاکستان او سيمې د ثبات لپاره مهمه ده او په خبره يې:

"زموږ حکومت د پاکستان په ګډون د سيمې د ثبات لپاره پر يوې جامع پاليسۍ کار کوي".

سرتاج عزيز دا خبرې په داسې وخت کې کړي، چې څو ورځې مخکې د پاکستان له يوې انګرېزي ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي وو، چې افغان طالبان له افغان دولت سره خبرو ته چمتو نه دي او په خبره يې، دوى افغان دولت او د دغه هېواد اساسي قانون نه مني، نو ځکه خبرو ته نه کېني.

د افغانستان د سولې د عالي شورا وياند شهزاده شاهد د سرتاج عزيز خبرې رد کړې وې او ويلي يې وو، چې ځينې افغان طالبانو اوس هم له هغوي سره په اړيکه کې دي او غواړي چې د افغانستان د سولې له عالي شورا يوځاى شي او په افغانستان کې سوله راولي.

سرتاج عزيز همدا راز د روان کال په اګست کې د پاکستان له يوه شخصي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي وو، چې هېواد به يې په افغانستان کې يواځې په هغه صورت کې لاسوهنه ونه کړي، چې هندوستان په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او د واک د خلا د ډکولو هڅه ونه کړي.

خو د پاکستان د سياسي چارو کارپوهانو د سرتاج عزيز وروستۍ ټولې څرګندونې غندلي او دا يې د سفارتي ادابو منافي او په افغانستان کې ښکاره لاسوهنه ګڼلې ده.

دوی همدا راز دا هم ويلي، چې نوموړى دې د افغانستان پر ځاى د خپل هېواد پر مسئلو غور وکړي نو دا به د هغه او د هغه د هېواد لپاره ښه وي.

د يادونې وړ ده، چې سرتاج عزيز د روان کال په جولايى مياشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو افغان چارواکيو سره ليدلي وو او له افغان دولت ته يې ډاډ ورکړى و، چې هېواد به يې د سولې له عالي شورا سره خپلو مرستو ته ورکړي.َ
XS
SM
MD
LG